اسلام آباد۔06 اکتوبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق شمالي وزيرستان كښې په کامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئېل د خوارجي ترهه ګرو خلاف کامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو د پيشه ورہ مهارت مظهر دے ۔سپيکر سردار اياز صادق د 5 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنې كولو سره ووئېل امنيتي ځواكونو په …
د قامي اسمبلي سپيكر سردار اياز صادق شمالي وزيرستان كښې په کامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔06 اکتوبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق شمالي وزيرستان كښې په کامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئېل د خوارجي ترهه ګرو خلاف کامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو د پيشه ورہ مهارت مظهر دے ۔سپيکر سردار اياز صادق د 5 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنې كولو سره ووئېل امنيتي ځواكونو په مؤثره کارروائۍ كولو د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كړل ، قام پخپلو نرانو زامنو وياړ لري، د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ او خدمات د ستانې دي ۔ده ووئېل قام د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے ۔سردار اياز صادق ووئېل هېواد كښې د امن و استحکام لپاره د ترهه ګرۍ خاتمه ضروري ده، د ترهه ګرۍ تر مکمل خاتمې به د فتنه الخوارج خلاف کارروائۍ روانې وي











