انقرہ۔6اکتوبر (اے پي پي)د ترکیه استنبول ښار په باشاک ضلع كښې په شیهر سيمه كښې په يو مډل سکول كښې د چاقو په وار 8 طلبه ژوبل شول چې پكښې د 3 حالت تشویش ناک دے ٬ د شنہوا تر مخه د ترکیه د روغتيا وزیرِ کمال میمیش اوغلو يو بیان كښې وئېلي دي ژوبل شوي زده كوونكې مقامي هسپتالونو ته منتقل کړے شوي دي او د هغوي د …
ترکیه، د استنبول مډل سکول كښې د چاقو په وار 8 طلبه ژوبل

مزید خبریں
انقرہ۔6اکتوبر (اے پي پي)د ترکیه استنبول ښار په باشاک ضلع كښې په شیهر سيمه كښې په يو مډل سکول كښې د چاقو په وار 8 طلبه ژوبل شول چې پكښې د 3 حالت تشویش ناک دے ٬ د شنہوا تر مخه د ترکیه د روغتيا وزیرِ کمال میمیش اوغلو يو بیان كښې وئېلي دي ژوبل شوي زده كوونكې مقامي هسپتالونو ته منتقل کړے شوي دي او د هغوي د صحت په صورتحال پرله پسې نظر ساتلے شوے ۔ د مقامي ټي وي چینل این ټي وي تر مخه بريد كونكې د 10 م ټولي زده كونكې وه ، كومې چې پخوا هم د دې سکول نه زده كړې كړي ۔ د استنبول ګورنر دفتر تر مخه بريد د نهې په سهار د مقامي وخت تر مخه په نزدېً 8:40 بجې د باشاک شیهر په سيمه کایاباشي كښې په يو مډل سکول كښې رامخې ته شوے ۔ د استنبول ګورنر دائود ګل د ژوبل طلبه عیادت لپاره روغتون ته تللے ۔ د ګورنر دفتر ووئېل د پیښې پلټنې پېل كړې شوي ۔خو د بريد وجه یا محرکات پشمول نور تفصیلات نه دي جاري كړې شوي ۔











