ملتان ته به د نورو لويو ښارونو برابر ادبي و كلتوري اهمیت وركولې شي  ، د تاریخ و كلتوري ورثې وفاقي وزير

  ملتان۔ 06 اکتوبر (اے پي پي) د تاریخ و كلتوري ورثې وفاقي وزير اورنګزیب خان کھچی وئېلي دي ملتان نه  يوازې زما خپل كور دے بلکې دا منطقه د پیړيو څخه  د علم، ادب او كلتور  مرکز پاتې شوې ده٬  ځكه دې له د هېواد د نورو  لويو ښارونو برابر ادبي و كلتوري اہمیت وركول پكار دے  ،ملتان كښې هم  د قامی كچې د  ایوارډز  وركولو دستورې او نور …

 

ملتان۔ 06 اکتوبر (اے پي پي) د تاریخ و كلتوري ورثې وفاقي وزير اورنګزیب خان کھچی وئېلي دي ملتان نه  يوازې زما خپل كور دے بلکې دا منطقه د پیړيو څخه  د علم، ادب او كلتور  مرکز پاتې شوې ده٬  ځكه دې له د هېواد د نورو  لويو ښارونو برابر ادبي و كلتوري اہمیت وركول پكار دے  ،ملتان كښې هم  د قامی كچې د  ایوارډز  وركولو دستورې او نور ادبي و  كلتوري پروګرام  تابيا كول غواړي ۔د دې خیالاتو څرګندونه  ده د نهې په ورځ د اکادمي ادبیات پاکستان ملتان دورې په موقع ادیبانو او شعرا سره د  ملاقات په مهال وكړه ۔ وفاقي وزیر په اکادمي ادبیات كښې د روانو ادبي و كلتوري هلو ځلو جاج واغست  او د  مقامي ادیبانو ، شعرا او  د قلم خاوندانو سره يې سره يې خبرې وكړې ۔وفاقی وزیر ووئېل هغه د  پیښور، کوئټې او  کراچی  نه پس اوس ملتان ته راغلے دے  او  د جنوبي پنجاب په دې تاریخي ښار كښې ادبي و كلتوري هلو ځلو ته لا وده وركول غواړي۔

مزید خبریں