اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف د شكڼهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)كنفرنس څخه وړاندې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد په يو جديد٬جلا او مثالي ښكلي ښار د بدلولو وژن وركړے دے۔كنفرنس كښې د يو كال څخه هم لږ وخت پاتې شوے ٬لهذا ټولې پرمختيائي پروژې په شپه ورځ كار كولو به ټاكلې موده كښې دننه بشپړوو …
د ايس سي او كنفرنس څخه وړاندې اسلام آباد لا سنګارول دي۔ د كشمير چوك انډرپاس د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف د شكڼهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)كنفرنس څخه وړاندې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد په يو جديد٬جلا او مثالي ښكلي ښار د بدلولو وژن وركړے دے۔كنفرنس كښې د يو كال څخه هم لږ وخت پاتې شوے ٬لهذا ټولې پرمختيائي پروژې په شپه ورځ كار كولو به ټاكلې موده كښې دننه بشپړوو دغسې چې پاكستان ته راتلونكو غېر ملكي مېلمنو ته ښې آسانۍ وركړې شي او د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي۔اسلام آباد كښې د كشمير چوك انډرپاس د بنياد تيګې كېښودلو دستورې ته خطاب كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل وزيراعظم خاص هدف راكړے دے چې د كشمير چوك انډرپاس پشمول د ټرافېك او انفراسټركچر پروژه ايس سي او كنفرنس كولو څخه وړاندې په هر صورت بشپړه كړئ۔محسن نقوي د پايه تخت ماحول او سېلګرۍ په اړه مهم اعلانات كولو سره ووئېل د اسلام آباد ايف نائن پارك د لندن مشهور هائيډ پارك په طرز د يو نړيوال معيار جديد تفريحي مركز جوړيږي۔د دې نه علاوه پايه تخت كښې د آسيا تر ټولو لويې سفاري پارك جوړولو هم منصوبه بندي شوی۔كومه به چې ماحلولياتي او تفريحي څانګه كښې مهم سنګ ميل ثابت شي۔











