خېبر بښِتونخوا كښې د ګورنر راج يا ايمرجنسي پشمول  په ټولو آئيني آپشنز ِ غور روان دے ،  حکومت وړومبۍ پام لرنه  سياسي حل او خبرو اترو ته كوي،سينيټر طلال چوهدري

  اسلام آباد۔6اکتوبر  (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري  وئېلي دي  د حکومت او مخالفې ډلې تر مينځه  شوو اوسنو خبرو كښې د ترهه ګرۍ په خاتمه او د نيشنل ايکشن پلان  په نکات  100 فيصده اتفاق راغلے ؤ ، حکومت د هېواد  سلامتيا په  خاطر اپوزيشن ته د هيلې نه زياتې سياسي اسانۍ او  ميدان وركړو خو د خيبرپښتونخوا  وزيراعليٰ  په وروستو  لمحو كښې  نوي …

 

اسلام آباد۔6اکتوبر  (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري  وئېلي دي  د حکومت او مخالفې ډلې تر مينځه  شوو اوسنو خبرو كښې د ترهه ګرۍ په خاتمه او د نيشنل ايکشن پلان  په نکات  100 فيصده اتفاق راغلے ؤ ، حکومت د هېواد  سلامتيا په  خاطر اپوزيشن ته د هيلې نه زياتې سياسي اسانۍ او  ميدان وركړو خو د خيبرپښتونخوا  وزيراعليٰ  په وروستو  لمحو كښې  نوي خنډان رامخې ته كولو سره خبرې اترې له مينځه يوړې، دا خبره دې سپينه كرې شي چې آخر كوم سبب دے چې د تېرو  11 كلونو نه چرته چې د امنيتي ځواكونو، نورو سياسي ګوندونو او  د عامو وګړو جنازې پورته كېږي  هلته يوازې پي ټي آئي محفوظ ده او  د هغوي لپاره د شدت خوښو رويه نرمه ده، د خيبرپښتونخوا په صورتحال  وفاق د ګورنر راج يا ايمرجنسي پشمول په ټولو  آئيني آپشنز  غور كوي ، خو  حکومت وړومبې پام لرنه اوس هم  سياسي حل او خبرو ته كوي ۔پي ټي وي هيډکوارټرز كښې پريس کانفرنس ته ده ووئېل د خبرو اترو د عمل بنيادي پام يوازې د ترهه ګرۍ خاتمې  او د  کے پي حکومت د اړخه  په نيشنل ايکشن پلان په ماضي كښې د خوښې نه لرلو ازاله ده  ،اپوزيشن پلاوي وفاق ته باور وركړو چې هغوي  د صوبائي حکومت او  د ګوند قيادت د اړخه مکمل اختيار لري ، د وړومبۍ ورځې خبرو نه پس اپوزيشن  لارښودو پیښور كښې د وزيراعليٰ او نورو   لارښودو څخه توثيق تر لاسه كړو  او  وفاقي حکومت ته يې  واضحه باور  وركړو چې د ترهه ګرۍ خاتمې او د كورنيو چارو وفاقي وزير په وړاندې كړو  ټولو نکاتو  هغوي اتفاق لري ۔طلال چوهدري ووئېل چې كله داخله وزير محسن نقوي وزيراعظم خبر كړو چې پي ټي آئي د ترهه ګرۍ مخ نيوي له په بشپر توګه چمتو ده نو هغه د تاريخي لچک په ښودولو  داخله وزير ته  سپارښتنه وكړه چې مخالفه ډله چې څومره  سياسي سپيس او  غوښتنې غواړي   هغه وركړئ ۔وزير مملکت ووئېل د وزيراعظم  ښكاره مؤقف ؤ  چې سياسي ګټه  و زيان عارضي څيزونه دي ، لكه څنګه چې د معاشي ديواليه كېدو نه بچ كېدو له د خپل مقبوليت پروا ونه كړې شوه دغسې كه د  26 کروړه  اولس ته امن تر لاسه كېږي او هره ورځ  د شهدا جنازو پورته كولو لړۍ ختمېږي نو  اپوزيشن ته سياسي  اسانيو وركولو كښې كومه بدي نشته  ، د دې پرېكړې نه پس سياسي چارو ،  د باني صحت، ملاقاتونو او د لارښودو  قانوني معاملات له يوه مسودہ جوړه كړې شوه  او د  اپوزيشن په هر تجويز څو وارې پكښې  تراميم هم  قبول کړے شول  ۔سينيټر طلال چوهدري  ووئېل چې كله ټول سياسي مطالبات تسليم شول او د  اپوزيشن سره د ترهه ګرۍ  خلاف  د قامي بيانيې نه د وروستو كېدو  كوم جواز پاتي نه شو  نو د وزيراعليٰ  د فون راتللو نه پس اپوزيشن پلاوې د خپلو خبرو نه په شا شو او  د مذاکراتي عمل نه اخوا شول  ۔

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں