اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع د ګرد هېواد استاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل استاذان د پاکستان فکري، سماجي او په معاشي پرمختګ كښې بنيادي کردار لوبوي۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل استاذان صرف علم نه منتقل كوي بلكې زده كوٶنكو كښې د هلو ځلو، اعتماد او ذمه واري شعور هم رامخې ته …
استاذان د پاکستان په فکري، سماجي او معاشي پرمختګ كښې بنيادي كردار لوبوي۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع د ګرد هېواد استاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل استاذان د پاکستان فکري، سماجي او په معاشي پرمختګ كښې بنيادي کردار لوبوي۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل استاذان صرف علم نه منتقل كوي بلكې زده كوٶنكو كښې د هلو ځلو، اعتماد او ذمه واري شعور هم رامخې ته كوي، په بدلېدونكې سماجي او ټيکنالوجي ماحول كښې جديد او موثره نظام تعليم ضروري دے۔ ده ووئيل په تعليمي نظام كښې تخليقي صلاحيتونه، تنقيدي سوچ، جدت او ذمه واره شهريت ته وده وركول ضروري ده او استاذانو له جديد تعليمي وسائل، مسلسل وظيفائي تربيه او سازګار ماحول وركول پكار دي۔ سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل استاذان نوي كول د سباٶن موقعو او چيلنجز لپاره په جوړولو كښې كليدي كردار لوبوي٬ د معياري تعليم وده او ځوانانو لپاره بهتر موقعې پېدا كول د پارلمان د عزم برخه ده۔ ده د سکولونو، کالجونو او په جامعات كښې خدمات ترسره كوٶنكو استاذانو د محنت او اخلاص ستائنې كولو سره ووئيل كومه معاشره چې د علم او د علم خپرونو احترام كوي ٬ ھغوي د مضبوط او خوشحال سباون بنياد اږدي










