اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لائيو سټاك څانګې برآمدات كښې زياتوالي لپاره د درآمد شوو څاورو په خاص فارم هاؤسز كښې د پالنې او برآمد كولو٬د لائيو سټاك څانګه د كارپوريټ په څير سمولو او په دې څانګه كښې د نجي څانګې پوهانو د لارې د اصلاحات كولو او نفاذ منظوري وركړه۔ده هدايت وكړو چې لائيو سټاك كښې د رنځونو خاتمې لپاره دې د …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د لائيو سټاك څانګې په اړه د اصلاحات جاج اغستو لپاره غونډه٬د څاروو برآمد لپاره دې خاص فارم هاؤسز جوړ كړے شي ۔شهباز شريف
اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د لائيو سټاك څانګې برآمدات كښې زياتوالي لپاره د درآمد شوو څاورو په خاص فارم هاؤسز كښې د پالنې او برآمد كولو٬د لائيو سټاك څانګه د كارپوريټ په څير سمولو او په دې څانګه كښې د نجي څانګې پوهانو د لارې د اصلاحات كولو او نفاذ منظوري وركړه۔ده هدايت وكړو چې لائيو سټاك كښې د رنځونو خاتمې لپاره دې د قومي غذائي تحفظ وزارت صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار وكړي٬د غوښې او لائيو سټاك برآمدي صنعت نور پرمختګ لپاره به ټول ويليو چين ښه كولې شي۔وزيراعظم د غوښې٬لائيو سټاك او دې سره د تړلو برآمدي اهداف د تعين او د وړاندې كولو هم هدايت وكړو۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د لائيو سټاك څانګه كښې په روان اصلاحات د اعلٰی كچ جاج اغستو غونډه وشوه۔وزيراعظم ووئېل د ډنګرو برآمد لپاره خاص فارم هاؤسز جوړولو او په دغې خاص فارم هاؤسز كښې د ښه نسل د زيات پېداوار وړ څاوري به درآمد كولې شي او د برآمدات لپاره به كارولې شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې دغې خاص فارم هاؤسز كښې د څاروو درآمد دې ډيوټي فري كړے شي او د څاورو ټيګنګ جديد نظام دې معارفي كړے شي۔وزيراعظم دا هم هدايت وكړو چې لائيو سټاك څانګه په جديد ډول سمولو لپاره دې د كارپوريټ په طرز تنظيم نو وكړې شي٬ دې مقصد لپاره دې د محكمې نجي پوهانو تجربو څخه استفاده وكړی شي۔ده ووئيل د هېواد زرعي څانګه 60 فيصده څخه زياته په لائيو سټاك اډانه ده٬په څانګه كښې د برآمدات بشپړه استعداد موجود دے٬د هېواد څخه د “منه كهر”رنځ خاتمې لپاره د اهداف سره تګلاره په راتلونكو دوو اونيو كښې دې وړاندې كړې شي۔په غونډه كښې لائيو سټاك څانګې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو او د څانګې پرمختګ و برآمدات كښې اضافې لپاره د راتلونكې تګلارې تجاويز هم وړاندې كړے شول ۔په غونډه كښې د پاكستان لائيو سټاك څانګې مجموعي استعداد په اړه ووئيل شول چې په هېواد كښې نزدې 245 ملين څاوري موجود دي د كوم چې مجموعي ماليت نزدې 5.5 كهرب روپۍ جوړيږي۔لائيو سټاك څانګه قامي معيشت كښې 14.97 فيصد او زرعي معيشت كښې 63.6 فيصد برخه لري او په كلنه توګه 74.69 ملين ټن شوده او 6.31 ملين ټن غوښه پیدا كيږي۔غونډې ته ووئيل شول د هېواد نزدې 80 لكه كلي والې كورنۍ لائيو سټاك سره تړون لري او په كوچنۍ پيمانه د څاورو پالنې رجحان او د پراخه سپلائي چين برآمدي استعداد څخه بشپړه استفاده كښې خنډ دي ۔غونډې ته ووئيل شول پاكستان د غوښې برآمدات د د زياتولو ډېر ګنجائش لري ۔مالي كال 26-2025 كښې د غوښې برآمدات نزدې 530 ملين ډالر دے او د موجوده برآمدات لويه برخه خليجي هېوادونو ته ځي چې پكښې متحده عرب امارات٬سعودي عرب٬كويت او قطر شامل دې۔غونډې ته ووئيل شول ملائېشيا٬سعودي عرب٬چين او نور هېوادونه نوې او پراخه منډيانو په توګه امكانات لري۔په غونډه كښې د لائيو سټاك او غوښې برآمدات زياتولو لپاره د حكومت لخوا د شوو اقداماتو څخه هم خبر كړه شوه كومه كښې چې د څاورو د رنځونو قومي پروګرام نګراني٬د دې تحفظ او د څاروو ټريس ايبلټي٬د منه كهر رنځ څخه پاك زونز او كمپارټمنټس جوړول٬ويكسينيشن او د رنځونو ډيجيټل نګراني٬ايكسپورټ ګريډ فارمز او د د نړيوال صحت و حلال سرټيفكيشن نظام شامل دے۔په غونډه كښې وفاقي وزيران رانا تنوير حسين٬احسن اقبال٬ډاكټر مصدق ملك٬احمد خان چيمه٬محمد اورنګزيب٬عطاﺀ الله تارړ٬د وزيراعظم صلاحكار هارون اختر٬وزير مملكت بلال اظهر كياني او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون كولو










