اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي د صوماليې پولې سره نزدې د تخښتولې شوې ايم ټي آنر-25 د عملې 3 پاكستاني غړي په حفاظت سره راخوشې كړے شوي دي۔د ګل په ورځ په سماجي رابطه پليټ فارم"ايكس"خپل پوسټ كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئېل د ايم ټي آنر-25 عملې 3 پاتې شوي غړي عمران علي٬محمد …
د صوماليه پولې سره نزدې د ايم ټي آنر-25 د عملې 3 پاكستاني غړي راخوشې كړے شوب ۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي د صوماليې پولې سره نزدې د تخښتولې شوې ايم ټي آنر-25 د عملې 3 پاكستاني غړي په حفاظت سره راخوشې كړے شوي دي۔د ګل په ورځ په سماجي رابطه پليټ فارم”ايكس”خپل پوسټ كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئېل د ايم ټي آنر-25 عملې 3 پاتې شوي غړي عمران علي٬محمد ياسين او سيد حسين يوسف په حفاظت سره راخوشې كړے شوي دي او هغوي جبوتي كښې د پاكستانۍ سفارتخانې يوې ډلې سره اديس ابابا لپاره روان كړي دي۔ده ووئيل د پاكستانۍ عملې درېو غړو به په اديس ابابا كښې هركلے كولې شي چرته به چې هغوي د ايتهوپين ايئر لائنز كراچۍ ته راتلونكې وړومبې پرواز د لارې پاكستان ته راروانولې شي كوم چې د اكتوبر په 7مه نيټه متوقع دے۔نائب وزيراعظم د صوماليه حكومت او ايم ټي آنر-25 ته نزدې موجود د اروپائي ائتلاف نيول فورس آپريشن اټلانټا عملې راخوشې كولو كښې په مرسته مننه وكړه۔ده ووئيل چ پاكستان د سمندري غلو په ضد جنګ او د نړيوالو سمندري لارو سلامتيا او د آزادۍ تحفظ لپاره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې قوي كولو عزم لري۔









