اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه په مشرۍ كښې د وريژو پېداوار په اړه غونډه وشوه چې پكښې د فوډ سكيورټي وزارت چارواكو لخوا ووئيل شول د رائس پلانټر استعمال سره به په پيداوار كښې 15 فيصده زياتوالے او د كلو په سر لګښت كښې كمے ممكن شي۔ په غونډه كښې د پنجاب او سندھ پشمول د هېواد د وريژَو زيات …
وفاقي وزير احد چيمه د وريژو پېداوار زياتولو او د مصرف كمولو لپاره د فزيبلټي سټډي امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه په مشرۍ كښې د وريژو پېداوار په اړه غونډه وشوه چې پكښې د فوډ سكيورټي وزارت چارواكو لخوا ووئيل شول د رائس پلانټر استعمال سره به په پيداوار كښې 15 فيصده زياتوالے او د كلو په سر لګښت كښې كمے ممكن شي۔ په غونډه كښې د پنجاب او سندھ پشمول د هېواد د وريژَو زيات پېداوار سيمو كښې د دې ټيکنالوجۍ د ممکنه استعمال جاج هم واخستلے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير احد چيمه فوډ سيکرټري ته صوبائي حكومتونو سره د مشاورت نه وروستو د فزيبلټي سټډي جوړولو امر وكرٶ۔ په سټډي كښې به د دې منصوبې معاشي افاديت، پيداواري لګښت كښې د کمي امکانات او د وريژو په برآمدات د ممكنه اثراتو جاج اخستلے شي۔ سينيټر احد چيمه ووئيل كه په سټډي كښې دا منصوبې د عمل وړ كېدل ثابت شوه نو وفاقي حكومت به د صوبائي حکومتونو په همكارۍ سره په دې كښې سرمايه كاري كوي۔ ده امر وكړو چې سټډي كښې دې د وفاقي حکومت، صوبائي حکومتونو او د كروندګرو ترمېنځه د خرڅونو د وېش طريقه كار هم تجويز كړے شي۔۔










