د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي په مشرۍ كښې د نجکاري کمېشن بورډ مهمه غونډه

  اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي په مشرۍ كښې د نجکاري کمېشن بورډ مهمه غونډه كښې د نجکاري کميشن بورډ د 9 کمپنو پري کواليفائي وكړه۔ د نجکارۍ وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د بورډ 259مه غونډه د ګل په ورځ وشوه٬ غونډه خبر كړې شوه چې ګوجرانوله اليکټرك پاور کمپنۍ (ګيپکو) د 51 نه تر 100 فيصده شيئرز …

 

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي په مشرۍ كښې د نجکاري کمېشن بورډ مهمه غونډه كښې د نجکاري کميشن بورډ د 9 کمپنو پري کواليفائي وكړه۔ د نجکارۍ وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د بورډ 259مه غونډه د ګل په ورځ وشوه٬ غونډه خبر كړې شوه چې ګوجرانوله اليکټرك پاور کمپنۍ (ګيپکو) د 51 نه تر 100 فيصده شيئرز او د انتظامي کنټرول منتقلۍ لپاره 11 درخواستونه تر لاسه شوي او په ​پري کواليفائي كېدونكو كمپنو كښې د تركيه 3 کمپنۍ او د پاکستان 6 لوي كاروباري ګروپس شامل دي ۔ د ​ترکيه ايکټور اليکټرك، ګينويرا انرجي او چنګيز انرجي د پري کواليفکيشن په پړاٶ كښې كاميابې ګرځولي شوي دغسې چې د ​پاکستان څخه اينګرو انرجي، حب پاور، سفائر، شيرازي انويسټمنټس، آرټسټك ملنرز او اے کے ډي سکيورټيز کواليفائي كړې ده

مزید خبریں