بلوچستان كښې د دوو كلونو په مهال 7 لاكهه 86 زره ماشومان د تعليمي نظام برخه جوړ كړے شول٬ د بلوچستان وزيراعلې

  كوئټه۔ 5 اكتوبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي  د استاذانو په نړيواله ورځ  د صوبې ټولو استاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره  وئېلي دي  استاذان د ټولنې په رغونه ٬   د نوي نسل كردار سازۍ  او د سباون په تشكيولو كښې  بنيادي كردار ادا كوي۔  د بلوچستان حكومت د استاذانو د پېشه وره  وقار تحفظ او دوي ته ښه تدريسي  ماحول وركولو لپاره  به اقدامات روان ساتي۔ …

 

كوئټه۔ 5 اكتوبر(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي  د استاذانو په نړيواله ورځ  د صوبې ټولو استاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره  وئېلي دي  استاذان د ټولنې په رغونه ٬   د نوي نسل كردار سازۍ  او د سباون په تشكيولو كښې  بنيادي كردار ادا كوي۔  د بلوچستان حكومت د استاذانو د پېشه وره  وقار تحفظ او دوي ته ښه تدريسي  ماحول وركولو لپاره  به اقدامات روان ساتي۔ د وزيراعلې هاوس نه جاري بيان تر مخه وزيراعلې مير سرفراز بګټي ووئېل   د معياري تعليم لپاره د استاذانو اختيارمنده جوړول او د دوي د پېشه وره  مقام تحفظ ضروري دے۔  د استاذانو د نړيوالې ورځ موضوع  سږ كال  د استاذانو سره د اودرېدو او د دې پېشې د تحفظ اهميت رامخې ته كوي۔  ده ووئېل  په بلوچستان كښې د تېرو دوو كلونو په مهال   7 لاكهه 86 زره نه زيات ماشومان د تعليمي نظام برخه جوړ كړے شوي ٬  به كال 2025  كښې  2 لاكهه 31 زره  او په كال 2026 كښې تر اوسه 2 لاكهه 81 زره  ماشومانو په سكول كښې دخله اغستې ۔ ده ووئېل  بلوجستان ايجوكېشن فاونډېشن  د  كميونټي سكولونو د لارې  1 لاكهه 54 زره ماشومانو ته د تعليم موقعې وركړې دي او د غېر فعاله سكولونو  فعالولو په نتيجه كښې  د 95 زره نه زياتو ماشومانو بيا په سكولونو كښې داخله اغستې ده ۔ وزيراعلې ووئېل بلوجستان كښې د تدريسي عمل مضبوطولو لپاره په مېرټ  15 زره استاذان بهرتي كړے شوي دي او د بلوچستان ايجوكېشن فاونډېشن تر سوري لاندې  د 2 زره نه زيات سكولونه جوړ كړے شوي او  په نورو 4800 سكولونو  كار وران دے۔

مزید خبریں