د سعودي فرمانروا د قطر امير له په اكتوبر كښې كېدونكې  جي سي سي ٬ يورپي سمټ كښې د ګدون بلنه وركړه

  دوحه۔ 5 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي عرب فرمانروا  شاه سلمان بن عبدالعزيز د قطر امير شيخ تميم بن آل ثاني ته په دويم جي سي سي٬ يورپي سمټ كښې د ګدون بلنه وركړه كوم به چې د مملكت په كوربتوب  كښې په 24 اكتوبر كېږي ۔ د ارودو نيوز تر مخه  قطر كښې  د سعودي سفير شهزاده سعد بن منصور تېره ورځ  لوسېل پيلس كښې د قطر امير …

 

دوحه۔ 5 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي عرب فرمانروا  شاه سلمان بن عبدالعزيز د قطر امير شيخ تميم بن آل ثاني ته په دويم جي سي سي٬ يورپي سمټ كښې د ګدون بلنه وركړه كوم به چې د مملكت په كوربتوب  كښې په 24 اكتوبر كېږي ۔ د ارودو نيوز تر مخه  قطر كښې  د سعودي سفير شهزاده سعد بن منصور تېره ورځ  لوسېل پيلس كښې د قطر امير سره ملاقات وكړو  او هغه ته يې بلنه ورسوله ۔ د ملاقات په مهال د سعودي عرب او قطر تر مينځه  اړيكو ته د لا ودې وركولو او د مضبوطولو په لارو چارو خبرې وشوې۔د دې نه وړاندې د سعودي فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز د كوېت امير شيخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او د بحرېن بادشاه حمد بن عيسې آل خليفه ته جي سي سي ٬ يورپي سمټ كښې د ګدون  بلنه وركړې وه۔

مزید خبریں