اسلام آباد ۔ 5 اكتوبر(اے پي پي) د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع د بے نظير انكم سپورټ پروګرام مشرې سېنېټر روبينه خالد پخپل جاري بيان كښې وئېلي دي استاذان د قام معماران او د روښانه سباون ضامن دي٬ د تعليم وده او د نوي نسل په تربيه كښې د استاذانو كردار بنيادي اهميت لري۔ سېنېټر روبينه خالد ووئېل استاذان ماشومانو ته د علم سره سره د اخلاق ٬ …
د تعليم وده او د نوي نسل تربيه كښې د استاذانو كرادار بنيادي حېثيت لري ٬ سېنېټر روبينه خالد

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 5 اكتوبر(اے پي پي) د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع د بے نظير انكم سپورټ پروګرام مشرې سېنېټر روبينه خالد پخپل جاري بيان كښې وئېلي دي استاذان د قام معماران او د روښانه سباون ضامن دي٬ د تعليم وده او د نوي نسل په تربيه كښې د استاذانو كردار بنيادي اهميت لري۔ سېنېټر روبينه خالد ووئېل استاذان ماشومانو ته د علم سره سره د اخلاق ٬ كردار او ذمه وارۍ شعور هم وركوي۔ دې ووئېل د پاكستان د ترقۍ او خوشحالۍ لاره د تعليم څڅه تېرېږي ۔ استاذان نوي نسل كښې علم ٬ شعور او مثبت سوچ پېدا كولو كښې مهم كردار ادا كوي۔ دې ووئېل د حكومت په پام لرنو كښې د تعليم او ماشومانو ته ښو د تعليمي موقعو وركړه شامله ده۔ معياري تعليم د هر مشاوم بنيادي حق دے٬ دې مقصد لباره اجتماعي هڅې ضروري دي۔دې ووئېل د استاذانو په نړيواله ورځ د ټول هېواد استاذانو ته سلام كوم او ټول قام د استاذانو خدمات او قربانيو ته د قدر به سترګو ګوري۔











