اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډینیټر اختیار ولي خان او د اطلاعاتو لپاره پارلماني سېكرټري بېرسټر دانیال چوهدري ویلي دي چې په رياست او خیبر پښتونخوا کښې مسئله سیاست نه بلکې د قانون او امنيت مسئله ده٬ د خیبر پښتونخوا حکومت سیاست کولی شي، غونډې او لاریونونه کولی شي، هېڅ بندېز نشته، مګر د حکومت یا رياست یرغمل كولو اجازه به …
رياست او خېبر پښتونخوا كښې مسئله د سياسي نه د امنيت ده٬ د حكومت يا رياست يرغمل كولو اجازه به وركولې نه شي : د اختيار ولي خان او بېرسټر دانيال چوهدري خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډینیټر اختیار ولي خان او د اطلاعاتو لپاره پارلماني سېكرټري بېرسټر دانیال چوهدري ویلي دي چې په رياست او خیبر پښتونخوا کښې مسئله سیاست نه بلکې د قانون او امنيت مسئله ده٬ د خیبر پښتونخوا حکومت سیاست کولی شي، غونډې او لاریونونه کولی شي، هېڅ بندېز نشته، مګر د حکومت یا رياست یرغمل كولو اجازه به هېڅكله ورنكړې شي۔ د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره باید په ټول هېواد کښې یو ډول پالېسي عملي كړې شي۔ په خېبر پښتونخوا کښې د قانون او امنيت رامنځته کول د حکومت لومړېتوب دې۔ د خبرو اترو لپاره ټولې دروازې خلاصې ساتل شوې او حکومت د خبرو اترو عمل بریالي کولو لپاره بشپړ جديت ښودلې دې۔ صوبائي حکومت په هر صورت باید صوبه کښې د مخ په زیاتیدونکي ترهګرۍ له منځه وړلو او د خلکو د ساتنې لپاره خپل مسؤلیتونه په مؤثره توګه ترسره کړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي دلته خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړې۔ د وزیراعظم کوآرډینېټر ووئيل چې د تېرو دوه كلونو په مهال په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ نزدې 6 زر 200 پېښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې نزدې 12 سوه كسان شهيدان شول ٬ د افغان وګړو لخوا 37 ځانمرګې بريدونه وكړې شول ٬ دروان كال په مهال 14 ځانمرګې بريدونه شوي دي په كومو كښې چې اكثريت دافغان وګړو وو۔ اختیار ولی خان ووئيل په خېبر پښتونخوا سي ټي ډي كشې يوازې 25 اهلکار مستقل دي۔ هغه پي ټي آئي ته پشتون كارډ كارولو څخه د ډدې كولو مشوره وركولو سره ووئيل د مدینې له رياست څخه واخله تر د ملازمتونو لالچ وركولو پورې د هغوي ټولې وعدې د دروغو ثابت شوې ۔ ده ووئيل دا خلك خېبر پښتونخوا يوازې د پېسې جوړولو مشين په توګه كاروي او بلخوا پوځ ٬ پوليس او امنيتي ادارې د پښتون قام بچ كولو له شپه او ورځ قربانۍ وركوي۔ ده پوښتنه وكړه چې تاسو په 13 كاله كښې خېبر پښتونخوا له څه وركړي دي؟ اختیار ولی خان ووئيل صوبه كښې سی ټی ډی ته اړين وسائل وركولې نه شي۔ د آئی جی پولیس لخوا سي ټي ډي لپاره 42 اربه روپۍ غوښتلې شوې وې ٬ 14 اربه روپۍ منظور كړې شوې او په دې كښې تر دې دمه نزدې 1.4 اربه روپۍ جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل په پښتنو بريدونه او د وفاقي حكومت لخوا د پښتون قوم هدف جوړولو تاثر سم نه دې ٬ د ترهګرۍ خلاف په فرنټ لائن مبارزه كونكې پوليس او نورې رياستي ادارې د پښتون اولس تحفظ لپاره كردار ترسره كوي۔ اختيار ولي خان تور ولګولو چې ځينې عناصر پښتون كارډ كارولو سره په ټولنه كښې ګډوډې او د قومونو ترمينځه د اختلاف پېدا كولو هڅه كوي۔ د وزیراعظم کوآرډینېټر ووئيل چې د خېبر پښتونخوا اولس او په خاص توګه ځوانان دې سياسي ګټو لپاره و نه كارولې شي۔ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې پارليماني سېكرټري بېرسټر دانیال چوهدری ووئيل تېره ورځ په مذاكراتو كښې د پي ټي آئي يو شمېر لارښود موجود وو خو ددې ګوند مسئله دا ده چې دا خبره په ډاګه نه شوه چې خبره چاسره كول دي ٬ څومره كول دي او كله حتمي كېدې شي۔ كله خوېندې مشري كوي ٬ كله د خېبر پښتونخوا حكومت او كله اپوزيشن۔ ده ووئيل حكومت په جدي تګه دوئي مذاكرات كښې شامل كړل ٬ د خبرو اترو دروازې يۍ خلاصې وساتلې ٬ ټول ډرافټس حتمي كړې شول خو بيا چرته نه غږ پورته شو چې ټولې چارې ختمې كړې شوې۔ ده ووئيل يو جماعت چې د سياست محور يۍ تفريق ٬ كركه او د اور لګولو بيانيه وي ٬ كاركردګي هېڅ نه لري۔ په خېبر پښتونخوا كښې د دوه كارونو ذكر كيږي يو بي آر ټي كومه چې د 6 اربه روپو منصوبه وه هغه 100اربه څخه زياته شوې ده۔ دويمه د ونو لګولو منصوبه وه ، مالم جبه اسکېنډل او د بلین ټری سونامی تھری معامله هم د ټولو وړاندې ده۔ بېرسټر دانیال چوهدری ووئيل د حكومت په ترجيحاتو كښې دھرنې مؤخر كول اولنۍ ترجيح نه وه ٬ زمونږ اولنۍ ترجيج امنيت دے۔ د خېبر پښتونخوا د اولس ژوند عذاب جوړ شوې دې۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا پوليس په فرنټ لائن د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې بوخت دے ٬ خو د صوبائي حكومت په ترجيحاتو كښې د خپلو شهيدان جنازو له تلل او د قانون نافذ كونكو ادارو او پوځ په حق كښې بيانونه په نظر نه راځي۔ ده ووئيل تېرو 15 كلونو څخه په خېبر پښتونخوا كښې حكومت موجود دې خو تر نن ورځې د ترهګرۍ خلاف مؤثره كاؤنټر ټېررازم پالېسي رامخې ته نه شوه۔ دا د چا ناهلي كمزوري او صلاحيت نه لرل دي۔ ده ووئيل په تېرو څو ورځو كښې د افغانستان لخوا 11 ډرون بريدونه وشول ٬ د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا د فتنة الخوارج٬ د پولې پورې غاړه دراندازۍ او ددغه عناصرو خلاف كوم كوټلې دريځ رامخې ته نه شو كوم چې زمونږ كوچنيان شهيدان كوي۔ ده ووئيل كوم لارښود چې خپل كوچنيان بهر هېوادونو كښې پاتې كولو سره په هغوي مېكډونلډز او كے اېف سي كښې خوراكونه كوي هغوي د نورو خلكو په سرونو كفن تړولو او په وفاق د بريد كولو وئيلې نه شي۔ ده ووئيل د لارښودو كار خلك جمع كول ، اختلافات او مسئلې يو اړخ ته كول٬ د نورو بچي د خپلو بچو په څير پوهول او د مفاهمت دلارې مسئلې حل كول دي۔ ده ووئيل زمونږ د امنيتي ځواكونو اهلكار او پوځي ځوانان د 22، 23 او 24 كلونو په عمر كښې ملي بېرغ او هېواد لپاره خپل ځانونه قربانوي دغسې چې اولس محفوظ پاتې شي۔ په داسې حال كښې د ترهګرو غندنه نه كولو او د هغوي خلاف ښكاره دريځ نه خپلول اندېښمن دي۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا پولیس په فرنټ لائن تد ترهګرو مقابله وكړه۔ پولیس نزدې 42 اربه روپۍ غوښتلې وې هغوي فرنټ لائن فائټرز دي خو هغوي ته يوازې يو نيم اربه روپۍ وركړې شوې او صوبه كښې په رنګ روغن او نورو منصوبو نزدې 200 اربه روپۍ مصرف كړې شوې۔











