لاهور۔5اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان په دوره راتلونكې د سري لنكن كركټ ډلې وړومبۍ برخه اسلام آباد ته راورسېده۔ په 13 كسيزه ډله كښې د ټي ټونټي سكواډ 8 لوبغاړي او د ټيم مېنجمنټ 5 آفيشلز شامل دي۔ اسلام آباد ته رارسېدلو لوبغاړو كښې د سري لنكا ټي ټونټي ډلې كپتان كوشال مېنډس ٬ آر راؤنډر داسن شناكا ٬ سپنر مهېش او فاسټ باؤلر ايشان ملنګا شامل دې۔ د …
د سري لنكن كركټ ډلې وړومبۍ برخه پاكستان ته راورسېده
لاهور۔5اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان په دوره راتلونكې د سري لنكن كركټ ډلې وړومبۍ برخه اسلام آباد ته راورسېده۔ په 13 كسيزه ډله كښې د ټي ټونټي سكواډ 8 لوبغاړي او د ټيم مېنجمنټ 5 آفيشلز شامل دي۔ اسلام آباد ته رارسېدلو لوبغاړو كښې د سري لنكا ټي ټونټي ډلې كپتان كوشال مېنډس ٬ آر راؤنډر داسن شناكا ٬ سپنر مهېش او فاسټ باؤلر ايشان ملنګا شامل دې۔ د سری لنکن سکواډ په نورو لوبغاړو كښې کامېنډو مېنډس،لاهیرو اډارا،چمندو وکرمسنګھے او ډونیتھ ویلالاګے هم شامل دے څوك به چې د پاكستان خلاف ټي ټونټي سيريز كښې د سري لنكا نمائندګي كوي۔ د سری لنکا لوبډلې هېډ كوچ ٬ دوه نور لوبغاړي او د ټيم منېجمنټ نور دوه آفيشلز به هم سبا اسلام آباد ته رارسي۔ په ټي ټونټي سكواډ كښې پاتې 5 نور لوبغاړي به د نهې په ورځ پاكستان ته رارسي۔ د پاکستان او سری لنکا ترمينځه ټي ټونټي سيريز به د جمعې څخه پېل كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درې ټي ټونټي مېچونه به په راولپنډی کرکټ سټيډيم كښې كېږي۔ د شېډول له مخې په درېو مېچونو مشتمل سيريز به د9 څخه تر 13 اکتوبر روان وي











