د سېنېټ چيئرمېن په تنزانيه كښې د بين الپارلماني يونين د 153مې اسمبلۍ په موقع د اسياء پيسفك جيو پوليټيکل ګروپ غونډه كښې ګډون

  اروشا/تنزانيه 05 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د تنزانيه په اروشا ښار كښې د بين الپارلماني يونين (آئي پي يو) د 153مې اسمبلۍ په موقع د اسياء پيسفك جيو پوليټيکل ګروپ غونډه كښې ګډون وكړو٬ په غٶنډه كښې به د اسياء پيسفك منطقې په اړه د مهمو چارو جاج اخستلے شي او د آئي پي يو اسمبلۍ په اېجنډا كښې شامل مهمې معاملې …

 

اروشا/تنزانيه 05 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د تنزانيه په اروشا ښار كښې د بين الپارلماني يونين (آئي پي يو) د 153مې اسمبلۍ په موقع د اسياء پيسفك جيو پوليټيکل ګروپ غونډه كښې ګډون وكړو٬ په غٶنډه كښې به د اسياء پيسفك منطقې په اړه د مهمو چارو جاج اخستلے شي او د آئي پي يو اسمبلۍ په اېجنډا كښې شامل مهمې معاملې په خاص توګه خالي چوكۍ٬ هنګامي چارې ډرافټنګ کميټۍ لپاره په نامزدګو به هم غور كولې شي۔ د سېنېټ سېکرټريټ له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني د اسيا پيسفك منطقې هېوادونو ترمېنځه د پارلماني روابط او شريكې رابطه كارۍ لا قوي كولو په اهميت زور راوړو او د مشتركه چېلنجز مخنيوي او د شريكې ګټې ودې لپاره ئې د پارلمانونو ترمېنځه موثره مرسته ضرروي وګرځوله۔ په غونډه كښې د آسيان پلس تھري ګروپ چارو پشمول د راروانې اسمبلۍ کارروائيو په اړه په مهمو معاملو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د سېنېټ چيئرمېن سره په پارلماني پلاوي كښې  سينيټرز امير ولي الدين چشتي، زرقا سهروردي تېمور، انوشه رحمان احمد خان او آغا شاهزيب دراني دغسې د قامي اسمبلۍ غړې شرميلا فاروقي، پير سيد فضل جيلاني، سيد حفيظ الدين او بيرسټر عقيل ملك شامل دي۔ په غونډه كښې د اسياء پيسفك ګروپ غړو د شريكې خوښې په چارو مسلسل پارلماني مکالمې، سيمه ايزې مرستې او د مشترکه چيلنجز مخنيوي لپاره كوټلو اقداماتو لپاره د عزم پخلے وكړو