د سري لنكن كركټ ډلې لومړۍ برخه پاكستان ته راورسېده

  لاهور۔5اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان په دوره راتلونكې د سري لنكن كركټ ډلې لومړۍ برخه اسلام آباد ته راورسېده۔ په 13 كسيزه لومړۍ ډله كښې د ټي ټونټي سكواډ 8 لوبغاړ او د ټيم مېنجمنټ 5 آفيشلز شامل دي۔ اسلام آباد ته رارسېدلې لوبغاړو كښې د سري لنكا ټي ټونټي ډلې كپتان كوشال مېنډس ٬ آر راؤنډر داسن شناكا ٬ سپنر مهېش او فاسټ باؤلر ايشان ملنګا شامل دې۔ …

 

لاهور۔5اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان په دوره راتلونكې د سري لنكن كركټ ډلې لومړۍ برخه اسلام آباد ته راورسېده۔ په 13 كسيزه لومړۍ ډله كښې د ټي ټونټي سكواډ 8 لوبغاړ او د ټيم مېنجمنټ 5 آفيشلز شامل دي۔ اسلام آباد ته رارسېدلې لوبغاړو كښې د سري لنكا ټي ټونټي ډلې كپتان كوشال مېنډس ٬ آر راؤنډر داسن شناكا ٬ سپنر مهېش او فاسټ باؤلر ايشان ملنګا شامل دې۔ د سری لنکن سکواډ په نورو لوبغاړو كښې کامېنډو مېنډس،لاهیرو اډارا،چمندو وکرمسنګھے او ډونیتھ ویلالاګے هم شامل دې څوك به چې د پاكستان خلاف ټي ټونټي سيريز كښې د سري لنكا نمائندګي كوي۔ د سری لنکا لوبډلې هېډ كوچ ٬ دوه نور لوبغاړي او د ټيم منېجمنټ نور دوه آفيشلز به هم سبا اسلام آباد ته رارسي۔ په ټي ټونټي سكواډ كښې پاتې 5 نور لوبغاړي به د نهې  په ورځ پاكستان ته رارسي۔ د پاکستان او سری لنکا ترمينځه ټي ټونټي سيريز به جمعې څخه پېل كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درې ټي ټونټي مېچونه به په راولپنډی کرکټ سټيډيم كښې كولې شي۔ د شېډول له مخې په درې مېچونو مشتمل سيريز به 9 څخه تر 13 اکتوبر جاري وي