واشنګټن۔ 5 اكتوبر (اے پي پي)امرېكې د برطانيې آر اے ايف فيئر پوځي اډې نه خپلې ټولې بمبار الوتكې بېرته د خپل هېواد مستقل اډو ته منتقل كړې دي۔ د بي بي سي تر مخه د امرېكې محكمې يو اهلكار د دې تصديق وكړو۔ خو امرېكې د دې انخلاﺀ كوم سبب نه دې ښودلے٬ خو دا اقدام په 27 ستمبر د رامخې ته شوې يوې لويې پیښې نه پس …
امرېكې د برطانيې پوځي اډې نه خپلې ټولې جنګي الوتكې اخوا كړې

مزید خبریں
واشنګټن۔ 5 اكتوبر (اے پي پي)امرېكې د برطانيې آر اے ايف فيئر پوځي اډې نه خپلې ټولې بمبار الوتكې بېرته د خپل هېواد مستقل اډو ته منتقل كړې دي۔ د بي بي سي تر مخه د امرېكې محكمې يو اهلكار د دې تصديق وكړو۔ خو امرېكې د دې انخلاﺀ كوم سبب نه دې ښودلے٬ خو دا اقدام په 27 ستمبر د رامخې ته شوې يوې لويې پیښې نه پس پورته كړے شوے ٬ چې كله ګلسټر شائر كښې دې فضائي اډې سره نزدې د دريو مشكوك ګاړو په اطلاع پوليس غوښتلې شوي وو ۔ د دغې پیښې په لړ كښې په ابتدائي توګه 5 كسان د ترهه ګرۍ په اړه تورونو په شك نيولې شوي وو خو بيا هغوي د پولسي په ضمانت خوشي كړے شول۔ وروستو بيا يو شپږم كس كوم چې د برطانيې ۔ ايران وګړے ښودلے كېږي هم د ګرفتارۍ نه پس په ضمانت خوشې كړے شو۔








