اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د پي ټي آئي او صوبائي حکومت لانګ مارچ ته به پنجاب او اسلام آباد ته د ننوتلو اجازه ورنه كړې شي ٬ د كے پي كے خلق دې د دوئي د شخصي ګټې سياست كښې د دوئي ملاتړ نه كوي ، هغوي نه د ترهګرۍ غندنه كړې او نه د كوم شهيد كور ته لاس نيوې …
لانګ مارچ كوونكو ته به پنجاب او اسلام آباد ته د ننوتلو اجازه ور نه كړې شي ، د خېبر پښتونخوا خلق دې د تحریک انصاف شخصي ګټې له كونكې سياست كښې د هغوی وسیله نه جوړېږي: امير مقام
اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام وئيلي دي د پي ټي آئي او صوبائي حکومت لانګ مارچ ته به پنجاب او اسلام آباد ته د ننوتلو اجازه ورنه كړې شي ٬ د كے پي كے خلق دې د دوئي د شخصي ګټې سياست كښې د دوئي ملاتړ نه كوي ، هغوي نه د ترهګرۍ غندنه كړې او نه د كوم شهيد كور ته لاس نيوې له تلي دي ٬ دوي دې اووائي چې د دې لانګ مارچ مقصد څه دے؟ كه د خېبر پښتونخوا اولس لپاره وزيراعلی لانګ مارچ كولو نو مونږ به د حكومت برخې ګرځېدو باوجود هغوي سره ولاړ پاتې شوې وو۔ خو داسې نه ده دوئي خو خپل سياسي او ذاتي مقصد لپاره لانګ مارچ كوي۔ د ګل په ورځ په كشمير كونسل كښې د قامي اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور ٬ سېنېټر زاهد خان او نورو سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې امير مقام ووئيل پي ټي آئي د لانګ مارچ او احتجاجي سياست د لارې خپلې كاركردګۍ څخه پام بل پلو اړول غواړي۔ انجینئر امیر مقام ووئيل ترهګري يوازې د خېبر پښتونخوا نه بلكې د ټول هېواد مسئله ده۔ خېبر پښتونخوا كښې حكومت د نشت برابر دے، ګورنر راج په سياسي توګه كومه ښه پرېكړه نه ده، يو اړخ ته سياست بل اړخ ته رياست دے ، کے پی كے كښې د حكومت هېڅ عملداري نشته٬ خېبر پښتونخوا كښې حالات ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دي۔ ده ووئيل د خبرو اترو عمل په مهال د حكومت او اپوزيشن ترمنځه چارې ترسره شوې وې ٬ څلور وارې مسوده جوړه كړې شوه او بيا په ګډه د دې په جاري كولو اتفاق هم وكړے شو خو د كے پي كے وزيراعلی د لانګ مارچ روانه ساتلو اعلان كولو سره دا له مېينځه يوړه۔ ده ووئيل نن وزیراعلی د ترهګرۍ پېښو غندنه ونه كړه٬ دوئي د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د قربانۍ وركوونكو كورونو ته لاس نيوې له نه ځي۔ دې څخه دا اندازه لګېدې شي چې دوئي ترهګرو لپاره په خپلو سينو كښی څومره نرم زړونه لري۔ ده ووئيل صوبائي اسمبلۍ څخه د قراداد منظورولو درناوې اخلي او په دغه قرارداد كښې د ترهګرو خلاف د آپرېشن بندولو هم وئيلي شوي دي۔ ده ووئيل كے پي كے د پاكستان برخه ده او 5 كروړه اولس بايد ستونزو سره مخ نه كړے شي۔ د دوئي څه قصور دے ٬ د كے پي كے اولس له ترهګرۍ څخه خلاصول زمونږ ذمه واري ده۔ دې لپاره به وفاق خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د عدالت ښكاره احكاماتو باوجود احتجاج لپاره صوبائي وسائل او دغسې سركاري چورلكه كارولې شي










