د يمني صدارتي كونسل مشر د حوثي ملېشيا خلاف د عسكري كاروائۍ اعلان وكړو

صنعاﺀ۔5 اكتوبر(اے پي پي) د يمن د صدارتي كونسل مشر شاد محمد العليمي  د اتوار  په ورځ د حوثيانو  قبضه كړې  سيمې بېرته د اغستو لپاره  د عسكري كاروائيو پېل كولو اعلان كړے دے ۔ د عرب نيوز تر مخه   العليمي خپل خطاب كښې ووئېل  نن مونږ د خپل قام د تاريخ يو مهم  پرېكنده پړاؤ ته داخلېږو ۔ رياست د امن لارې خپلولو لپاره  لوئي قربانۍ وركړې دي۔ د …

صنعاﺀ۔5 اكتوبر(اے پي پي) د يمن د صدارتي كونسل مشر شاد محمد العليمي  د اتوار  په ورځ د حوثيانو  قبضه كړې  سيمې بېرته د اغستو لپاره  د عسكري كاروائيو پېل كولو اعلان كړے دے ۔ د عرب نيوز تر مخه   العليمي خپل خطاب كښې ووئېل  نن مونږ د خپل قام د تاريخ يو مهم  پرېكنده پړاؤ ته داخلېږو ۔ رياست د امن لارې خپلولو لپاره  لوئي قربانۍ وركړې دي۔ د العليمي تر مخه  د دې پوځي كاروائيو مقصد د حوثيانو قبضه كړو سيمو د وګړو لپاره د امن ٬ حقونو او د وقار بحالول دي۔ هغه د زور راوړولو سره ووئېل   د دغې سيمو وګړي د دې  كاروائيوهدف نه دي ۔  هغه د حوثيانو په قبضه كښې استوګنو وګړو ته غږ وكړو   چې هغوي د حوثيانو د  ځايونو نه لرې پاتي شي  او خپل اولاد   جنګ سره د مخ كولو نه اوساتي۔