امرېكې د برطانيې پوځي اډې نه خپلې ټولې جنګي الوتكې اخوا كړې

  واشنګټن۔ 5 اكتوبر (اے پي پي)امرېكې د برطانيې  آر اے ايف فيئر پوځي اډې نه خپلې ټولې  بمبار الوتكې  بېرته د خپل هېواد مستقل اډو ته منتقل كړې دي۔ د بي بي سي تر مخه   د امرېكې محكمې يو اهلكار  د دې تصديق  وكړو۔  خو امرېكې د دې انخلاﺀ كوم سبب نه دې ښودلے٬ خو دا اقدام په 27 ستمبر  د رامخې ته شوې يوې لويې پیښې نه پس …

 

واشنګټن۔ 5 اكتوبر (اے پي پي)امرېكې د برطانيې  آر اے ايف فيئر پوځي اډې نه خپلې ټولې  بمبار الوتكې  بېرته د خپل هېواد مستقل اډو ته منتقل كړې دي۔ د بي بي سي تر مخه   د امرېكې محكمې يو اهلكار  د دې تصديق  وكړو۔  خو امرېكې د دې انخلاﺀ كوم سبب نه دې ښودلے٬ خو دا اقدام په 27 ستمبر  د رامخې ته شوې يوې لويې پیښې نه پس پورته كړے شوے ٬ چې كله ګلسټر شائر كښې دې فضائي اډې سره نزدې د دريو  مشكوك ګاړو په اطلاع پوليس غوښتلې شوي وو ۔ د دغې پیښې  په لړ كښې په ابتدائي توګه  5 كسان   د ترهه ګرۍ په اړه تورونو  په شك نيولې شوي وو خو  بيا هغوي د پولسي په ضمانت خوشي كړے شول۔  وروستو بيا يو شپږم كس  كوم چې د برطانيې ۔ ايران  وګړے ښودلے كېږي  هم د ګرفتارۍ نه پس په ضمانت خوشې كړے شو۔