اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېس د 6 څخه تر 8 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې هغه ته د دې دورې بلنه نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وركړې ده۔ د خپلې دورې په مهال به د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري د صدر مملکت، وزیراعظم ، نائب وزیراعظم/ …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېس د 6 څخه تر 8 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوترېس د 6 څخه تر 8 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې هغه ته د دې دورې بلنه نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وركړې ده۔ د خپلې دورې په مهال به د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري د صدر مملکت، وزیراعظم ، نائب وزیراعظم/ خارجه وزير او چیف آف ډیفنس فورسز و چیف آف آرمی سټاف سره ملاقاتونه كوي۔ هغه به هند او پاكستان كښې د فوځي مبصر ګروپ هېډكوارټرز دوره هم كوي او د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے)پاکستان كښې بريفنګ كښې به ګډون كوي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري به د خپلې دورې په مهال په نورو مصروفياتو كښې هم ګډون كوي چرته به چې ګڼ اړخيزه نظام ته ودې وركولو ، نړيوال امن او سلامتيا لپاره د پاكستان هڅو ، په آفتونو قابو موندلو له د چمتوالي او او د وړومبۍ خبرداري نظام په اړه د پاكستان پېشرفت په ډاګه كولې شي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري د پاكستان دوره به د ملګرو ملتونو پاكستان سره د اوږدې مودې همكارۍ تكرارولو او په سيمه ايز او نړيوال وضعت د خيالاتو څرګندونې مهمه موقع رامخې ته كړي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكرټري دوره د ملګرو ملتونو د ګڼ اړخيزه نظام لپاره د پاكستان د نه بدلېدونكي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د چارټر مقصدونو او اصولو سره د دې د تړون عزم عكاسي كوي۔









