وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال سره د روش سيمه ايز مشر وليدل

  اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال سره د روش سيمه ايز مشر وليدل ٬ په دې موقع پاكستان كښې رانځورانو ته جديد داروګان او تر درملنې رسنه ښه كولو لپاره د مرستې په بېلو امكانات تفصيلي خبرې شوي دي۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د کېنسر پشمول بېلو پېچلو او  نورو رنځورانو …

 

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال سره د روش سيمه ايز مشر وليدل ٬ په دې موقع پاكستان كښې رانځورانو ته جديد داروګان او تر درملنې رسنه ښه كولو لپاره د مرستې په بېلو امكانات تفصيلي خبرې شوي دي۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د کېنسر پشمول بېلو پېچلو او  نورو رنځورانو درملنې لپاره تر جديد داروګانو د رنځورانو رسنې،  د سرکاري و نجي څانګې لخوا د مرستې پسشمول او د همكارۍ د امكانات جاج واخستلے شو۔ وفاقي وزير ووئيل  وفاقي آنکولوجي منصوبه د سرکاري و نجي څانګې د موثره مرستې يو مهم مثال دے٬ دې همكارۍ ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ په ملاقات كښې د کېنسر نه علاوه سپائنل مسکولر ايټروفي، هيموفيليا، ملټي پل اسکلروسس او د نورو خاص رنځونو په درملنه كځښې د مرستې په امكانات هم غور وشو۔ په ملاقات كښې د روغتيا په څانګه كښې جديد درملنه، تر داروګانو رسنه او بېلو رنځونو لپاره شريكې مرستې لا ودې وركولو ته اتفاق راغلو