اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) د مكه لوظنامې لاندې د اسټرېټجک سیاسی او دفاعی کمېټۍ (اېس پی ډی سی) غونډه نن په رياض كښې كيږي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف او چيف آف آرمي سټاف/ چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید …
د مكه لوظنامې لاندې د سټرېټجك سياسي او دفاعي كمېټۍ غونډه نن رياض كښې كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) د مكه لوظنامې لاندې د اسټرېټجک سیاسی او دفاعی کمېټۍ (اېس پی ډی سی) غونډه نن په رياض كښې كيږي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف او چيف آف آرمي سټاف/ چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر به د اېس پی ډی سی غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي په دې غونډه كښی به د سعودي عربستان او جمهوريه تركيه خارجه وزيران ٬ د دفاع وزيران او د چيف آف سټاف هم ګډون كوي۔ غونډه كښې به د منطقې په روان وضعيت د خيالاتو څرګندونه كولې شي او د مكه لوظنامې فرېم ورك لاندې د روانې همكارۍ جاج به اغستلې شي۔ د خارجه دفتر د وياند له مخې په دې غونډه كښې ګډون سيمه ايز امن او استحكام كښې د پاكستان د پرله پسې كردار ترسره كولو عزم څرګندوي۔









