اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د ډبليو 15، ورلډ ټينس ويمنز چيمپئن شپ 2026 وړومبے پړاٶ به د نهې په ورځ په 6م اكتوبر پي ټي اېف ټينس کمپليکس اسلام آباد كښې كېږي٬ په چيمپئن شپ كښې به د فرانس، چين، روسيه، ډنمارك، مېکسيکو، ازبکستان، سوئيلي افريقا، نېدرلينډز، کوريا، نيپال، جاپان، هانګ کانګ، ترکيه، جمهوريه چېك، المان، تھائي لېنډ او پاکستان هڅه په مجموعي توګه 30 لوبغاړي …
د ډبليو 15 ورلډ ټينس ويمنز چيمپئن شپ 2026 وړومبے پړآٶ به په 6م اكتوبر پي ټي اېف ټينس کمپليکس كښې كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د ډبليو 15، ورلډ ټينس ويمنز چيمپئن شپ 2026 وړومبے پړاٶ به د نهې په ورځ په 6م اكتوبر پي ټي اېف ټينس کمپليکس اسلام آباد كښې كېږي٬ په چيمپئن شپ كښې به د فرانس، چين، روسيه، ډنمارك، مېکسيکو، ازبکستان، سوئيلي افريقا، نېدرلينډز، کوريا، نيپال، جاپان، هانګ کانګ، ترکيه، جمهوريه چېك، المان، تھائي لېنډ او پاکستان هڅه په مجموعي توګه 30 لوبغاړي ګډون كوي٬ د پاکستان په لوبغاړو كښې اُشنا سهېل، ماهين آفتاب قرېشي، مهك کھوکھر، روميسا ملك او حاجره سهېل شاملې دي ٬ دوي به په جو چيمپئن شپ كښې د پاکستان نمائندګي كوي۔ د چيمپئن شپ پېل نه وړاندې د پاکستان ټېنس فېډرېشن (PTF) صدر عصام الحق قرېشي، سيکريټري جنرل کرنل ضياء الدين طفېل او د پي ټي اېف انتظاميه ګډون كوٶنكو ټولو لوبغاړو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه









