د معركه حق د عظیمې بریا د سمبول «یادګار فتح» ولسي پرانیسته؛ په یادګار د پروجېکشن میپنګ ننداره او د خلکو پراخ ګډون

اسلام آباد۔04اکتوبر  (اے پی پی)په معركه حق كښی د پاكستان د لويې بريا سمبول "ياد ګار فتح" د پرانستلو یوه پروقاره دستوره د خالي په ماښام وشوه كومه چې د قوم د عزم ٬ مړانې او ځلنده تاريخ نخښه ده٬ دا د معركه حق د ياد او شهيدانو ته د پېرزوينې وړاندې كولو علامت دے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او كېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي لخوا په ګډه راجوړه كړې شوې …

اسلام آباد۔04اکتوبر  (اے پی پی)په معركه حق كښی د پاكستان د لويې بريا سمبول “ياد ګار فتح” د پرانستلو یوه پروقاره دستوره د خالي په ماښام وشوه كومه چې د قوم د عزم ٬ مړانې او ځلنده تاريخ نخښه ده٬ دا د معركه حق د ياد او شهيدانو ته د پېرزوينې وړاندې كولو علامت دے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او كېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي لخوا په ګډه راجوړه كړې شوې دستوره كښې د وطن د دفاع د عظيم داستان عكاسي كونكې دا يادګار اوس اولس لپاره پرانستلې شوې دې۔ په دې موقع اے پي پي پي سره خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خلیل  ووئيل د ‘یادګارِ فتح’  دا يادګاري نخښه د قوم د هغې بريا علامت دې د كومې بنياد چې په مړانه او غېر نه كمزورې كېدونكي عزم اېښودلې شوې دې۔ هغه  يادګار فتح قوم او راتلونكو نسلونو لپره د وياړ وړ ګھړۍ وګرځوله۔ په دې موقع دستاوېزي فلم وښودلې شو په كوم كښی چې ووئيلې شوو چې په يادګار كښې 5 محرابونه جوړ كړې شوي دي كوم چې د اسلام د 5 اركانو علامت دي۔ او د محرابونه د پاكستان د 5 ستنو هم نمائندګي كوي په كومو كښې چې حکومت، عسکری قوت، میډیا، اولس او قومي نظريه شامله ده۔ د یادګار ډیزائن د پاكستان د وسله والو ځواكونو د درې واړو سروسز بری فوج، پاک فضائیه او پاک بحریه سرهس ره د سائبر دفاع او خلائی جنګ عكاسي هم كوي۔ په دې مهمه دستوره كښې د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اتوار ورځې څخه به دا يادګار فتح د ګل ورځې نه علاوه ټولو ورځو كښې ماښام 5 بجو څخه د شپې تر 10 بجو اولس لپاره پرانستې وي۔ د یادګار سېل لپاره وېړيا ټكټونه د وېب سائټ Yadgarefatah.net د لارې ترلاسه كېدې شي۔

مزید خبریں