اسلام آباد۔4اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهګرو خلاف په كامياب آپرېشن كولو او د 8 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزير د امنيتي اهلكارو پېشه ور مهارت او د ترهګرو منصوبې په ناكامه كولو د هغوي كردار وستايلو۔ وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د اولني …
د محسن نقوي په ډي آئي خان آپرېشن كښې د 8 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې

مزید خبریں
اسلام آباد۔4اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهګرو خلاف په كامياب آپرېشن كولو او د 8 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزير د امنيتي اهلكارو پېشه ور مهارت او د ترهګرو منصوبې په ناكامه كولو د هغوي كردار وستايلو۔ وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د اولني صف كردار ترسره كوي او امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو اقدامات د قومي سلامتيا د دفاع او امن په ځائې كولو له ددوئي د عزم عكاسي كوي۔ ده ددې عزم پخلې وكړو چې قوم د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې خپلو امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔









