د معركه حق د سترې بريا د سمبول «یادګار فتح» ولسي پرانیسته؛ د زرګونو هېوادوالو بشپړ ګډون ٬ د احتجاجونو په ځای د “پاکستان زنده باد” نارې پورته كړې شوې

اسلام آباد۔4اکتوبر  (اے پی پی) په معركه حق كښی د پاكستان د لويې بريا سمبول "ياد ګار فتح" د پرانستلو یوه پروقاره دستوره د خالي په ماښام وشوه كومه چې د قوم د عزم ٬ مړانې او ځلنده تاريخ نخښه ده٬ دا د معركه حق د ياد او شهيدانو ته د پېرزوينې وړاندې كولو علامت دے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او كېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي لخوا په ګډه راجوړه كړې …

اسلام آباد۔4اکتوبر  (اے پی پی) په معركه حق كښی د پاكستان د لويې بريا سمبول “ياد ګار فتح” د پرانستلو یوه پروقاره دستوره د خالي په ماښام وشوه كومه چې د قوم د عزم ٬ مړانې او ځلنده تاريخ نخښه ده٬ دا د معركه حق د ياد او شهيدانو ته د پېرزوينې وړاندې كولو علامت دے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او كېپټل ډوېلپمنټ اتھارټي لخوا په ګډه راجوړه كړې شوې دستوره كښې د وطن د دفاع د عظيم داستان عكاسي كونكې دا يادګار اوس اولس لپاره پرانستلې شوې دې۔ په دې موقع اولس د ځانګړې جذبې او جوش څرګندونه كولو سره يادګار فتح ته لوې شمېر كښې راورسېدل۔ په دې موقع ماشومان هم ملي بېرغونه لاس كښې نيولې موجود وو او داسې ښكارېده لكه ټول پاكستان يو ځاې ته راجمع شوې وي۔ د مبصرينو له مخې د يادګار فتح دا ځانګړې منظريوازې يو جشن نه بلكې د يو نوي دور پېل دے۔ قام عزم كړې چې اوس به مونږ يوازې د پرمختګ ٬ استحكام او سوكالۍ په لاره روان پاتې كيږو۔ په دې مهمه دستوره كښې د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكو  وګړو او مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ په دې موقع اے پي پي پي سره خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خلیل  ووئيل د ‘یادګارِ فتح’  دا يادګاري نخښه د قوم د هغې بريا علامت دې د كومې بنياد چې په مړانه او غېر نه كمزورې كېدونكي عزم اېښودلې شوې دې۔ هغه  يادګار فتح قوم او راتلونكو نسلونو لپره د وياړ وړ ګھړۍ وګرځوله۔ په دې موقع دستاوېزي فلم وښودلې شو په كوم كښی چې ووئيلې شوو چې په يادګار كښې 5 محرابونه جوړ كړې شوي دي كوم چې د اسلام د 5 اركانو علامت دي۔ او د محرابونه د پاكستان د 5 ستنو هم نمائندګي كوي په كومو كښې چې حکومت، عسکری قوت، میډیا، اولس او قومي نظريه شامله ده۔ د یادګار ډیزائن د پاكستان د وسله والو ځواكونو د درې واړو سروسز بری فوج، پاک فضائیه او پاک بحریه سرهس ره د سائبر دفاع او خلائی جنګ عكاسي هم كوي۔ په دې مهمه دستوره كښې د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اتوار ورځې څخه به دا يادګار فتح د ګل ورځې نه علاوه ټولو ورځو كښې ماښام 5 بجو څخه د شپې تر 10 بجو اولس لپاره پرانستې وي۔ د یادګار سېل لپاره وېړيا ټكټونه د وېب سائټ Yadgarefatah.net د لارې ترلاسه كېدې شي۔

مزید خبریں