لاہور۔4اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په لارښوونه په صومالیا کې د مړو او ټپي شویو پاکستانیانو د خوندي راستنیدو لپاره سمدستي ګامونه پورته كړې شول۔ څلور ټپیان شوي پاکستانی وګړي اتباع عثمان غني، عقیل خان، امین بن شمس او یاسر خان به د ایتھوپیا ایرلاینز پرواز ET-694 له لارې كراچۍ لپاره روان كړې شوي دي۔ د وزيراعظم آفس د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له …
د وزيراعظم په لارښوونه صومالیا کې د مړو او ټپي شویو پاکستانیانو وطن ته رارسولو له فوري ګامونه پورته كړې شول

مزید خبریں
لاہور۔4اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په لارښوونه په صومالیا کې د مړو او ټپي شویو پاکستانیانو د خوندي راستنیدو لپاره سمدستي ګامونه پورته كړې شول۔ څلور ټپیان شوي پاکستانی وګړي اتباع عثمان غني، عقیل خان، امین بن شمس او یاسر خان به د ایتھوپیا ایرلاینز پرواز ET-694 له لارې كراچۍ لپاره روان كړې شوي دي۔ د وزيراعظم آفس د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د دریو وژل شویو پاکستانیانو رفیع اے خان، سید کاشف عمر او محمود احمد انصاري جسدونه هم د دې پرواز د لارې كراچۍ ته رارسي۔ د ایتھوپین ایرلاینز پرواز ET-694 به نن د پاکستان د ځايي وخت له مخې د مازدیګر04:40 بجې کراچۍ ته رارسيږي۔په ایتھوپیا کې د پاکستان سفیر عاطف عزیز او په جبوتي کې د پاکستان سفیر اقصی نواز د عدیس ابابا په هوايي ډګر ټپیان شوي پاکستانیان او جسدونه کراچۍ لپاره روان كړل۔ وزيراعظم شهباز شریف پخپله د پاکستاني وګړو د بېرته راستنیدو عمل څارنه په دوامداره توګه کوله۔









