اسلام آباد۔4اکتوبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي معلوماتو په بنسټ عملیاتو کې د فتنه الخوارج د 8 ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر د عملیاتو په مهال د درنو وسلو او چاؤدېدونكو توكو قبضه كښې په اخستلو …
ولسمشر آصف علي زرداري ډېره اسماعيل خان كښې د فتنة الخوارج خلاف په عملياتو امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔4اکتوبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي معلوماتو په بنسټ عملیاتو کې د فتنه الخوارج د 8 ترهګرو په وژلو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کړې دې۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر د عملیاتو په مهال د درنو وسلو او چاؤدېدونكو توكو قبضه كښې په اخستلو او د فتنه الخوارج د دریو مهمو مشرانو له منځه په وړلو د امنیتي اهلكارو كلكه ډاډګيرنه وكړه۔ ولسمشر وویل د بهرنیو ملاتړو او سیمه ییزو اسانتیاوو په مرسته د عملیاتو کوونکو ترهګرو ناوړه ارادې به هېڅکله بریالیتوب ته پرېښودلې نه شي۔
د عزم استحكام وژن لاندې دفتنة الخوارج خلاف كارروايۍ به بشپړ قوت سره روانې ساتلې شي۔ ولسمشر ووئيل هېواد څخه د ترهګرو نوغې ويستلو له قومي عزم نه بدلېدونكې دې٬ ټول قام امنيتي ځواكونو ته امن او سلامتيا لباره د هغوي په قربانيو سلام كوي۔









