اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی)د وزیر اعظم شهباز شریف په لارښوونه د هغه پاكستاني وګړو جسدونه پاكستان ته د منتقل كولو انتظامات روان دي كوم چې په صوماليه كښې په حق رسېدلې دي۔ په دې لړ كښې دغه جسدونه يو ساعت وړاندې د اېتھوپيا پلازمينې اديس ابابا ته رسېدلې دي۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د ایتھوبين ايئرلائنز عمله د تابوتونو او …
د وزيراعظم په لارښوونه صوماليه كښې په حق رسېدليو د خپلو وګړو جسدونه پاكستان ته د منتقل كولو انتظامات روان دي٬ جسدونه ايتھوپین پلازمينه اديس ابابا ته ورسېده
اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی)د وزیر اعظم شهباز شریف په لارښوونه د هغه پاكستاني وګړو جسدونه پاكستان ته د منتقل كولو انتظامات روان دي كوم چې په صوماليه كښې په حق رسېدلې دي۔ په دې لړ كښې دغه جسدونه يو ساعت وړاندې د اېتھوپيا پلازمينې اديس ابابا ته رسېدلې دي۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د ایتھوبين ايئرلائنز عمله د تابوتونو او جسدونو د ضروري چمتوالي جاج اخلي او دې څخه وروستو به كراچۍ ته تلونكي پرواز كښې د دې د منتقل كولو حتمي منظوري وركولې شي۔ د وزيراعظم د لارښوونو سره سم اړوند چارواکي په دوامداره توګه په تماس کې دي ترڅو زر تر زره پاکستان ته د جسدونو منتقل كولو عمل بشپړ شي۔ وزیر اعظم په صوماليه كښې په حق رسېدليو د پاكستاني وګړو سید کاشف عمر، احمد انصاري او رفیع جسدونه پاكستان ته منتقل كولو له باور وركړې۔










