لاهور۔3اکتوبر(اے پی پی) په 20 م اېشین ګېمز هاكي ټورنامنټ كښې پاكستان جنوبي كوريا ته له يوې سختې مبارزې وروستو 3-5 سره ماتې وركړه او د مسو تمغه يۍ ترلاسه كړه۔ په ګفو پریفیکچرل ګرین سټېډيم كښې شوي دې مېچ كښې كښې پاكستان له لومړيڅخه جارحانه لوبه وكړه ۔ د مېچ په څلورمه دقيقه كښې سفیان خان په پېنلټي كارنر ګول كولو سره پاكستان ته برتري وركړه ددې په ځواب …
ایشین ګېمز هاکی ټورنامنټ كښې پاكستان جنوبي كوريا ته ماتې وركولو سره د مسو تمغه ترلاسه كړه

مزید خبریں
لاهور۔3اکتوبر(اے پی پی) په 20 م اېشین ګېمز هاكي ټورنامنټ كښې پاكستان جنوبي كوريا ته له يوې سختې مبارزې وروستو 3-5 سره ماتې وركړه او د مسو تمغه يۍ ترلاسه كړه۔ په ګفو پریفیکچرل ګرین سټېډيم كښې شوي دې مېچ كښې كښې پاكستان له لومړيڅخه جارحانه لوبه وكړه ۔ د مېچ په څلورمه دقيقه كښې سفیان خان په پېنلټي كارنر ګول كولو سره پاكستان ته برتري وركړه ددې په ځواب كښې جنوبي كوريا په 12مه، 18 مه او 25 مه دقيقه كښې ګول كولو سره برتري بېرته واخسته۔ د پاكستان لخوا عبد الرحمان په 30 مه دقيقه كښې ګول وكړو او رانا وحيد 52مه او 54مه كښې دوه ګولونه كولو سره بريا يو وارې بيا د پاكستان لاس ته راوړه۔ حنان شاهد په 59 مه دقيقه كښې ګول كولو سره د پاكستان بريا ثبت كړه۔ د پاكستان هاكي فېډرېشن صدر محی الدین احمد وانی قامي لوبډلې او آفيشلز له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هاكي لوبډله به سباؤن كښې هم د پاكستان نامه دغسې روښانه كوي۔








