وئټه۔ 03 اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د واشک ضلعې په ګورندر او ماشکیل سیمو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د "فتنۃ الهندوستان" د ترهګرو په ضد په کامیابو عملیاتو كولو امنیتي ځواکونو ته د درناویي مراتب وړاندې كړې دي۔ هغه وویل امنیتي ځواکونو په وخت او اغېزمنو اقداماتو سره د ترهګرۍ بله هڅه شنډه کړه۔ میر سرفراز بګټي وویل چې امنیتي ځواکونه د "عزمِ استحکام" ویژن …
ټول قام د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دې٬ د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
وئټه۔ 03 اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د واشک ضلعې په ګورندر او ماشکیل سیمو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د “فتنۃ الهندوستان” د ترهګرو په ضد په کامیابو عملیاتو كولو امنیتي ځواکونو ته د درناویي مراتب وړاندې كړې دي۔ هغه وویل امنیتي ځواکونو په وخت او اغېزمنو اقداماتو سره د ترهګرۍ بله هڅه شنډه کړه۔ میر سرفراز بګټي وویل چې امنیتي ځواکونه د “عزمِ استحکام” ویژن لاندې ټول هېواد څخه د ترهګرۍ د ناسور له منځه وړلو عزم لري او ترهګرو ته به د خپلو ناوړه عزائمو سر ته د رسولو اجازه ورنه کړل شي۔ وزیر اعلي وویل په بلوچستان کې د امن او امان ټینګولو او د ښه ژوند او مال ساتلو لپاره د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ستایلو وړ دي، ټول قوم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دے۔ هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ په ضد جنګ به تر خپل منطقي انجام رسولې شي او هېواد او صوبه كښې سوله او ثبات په ځائې كولو له به ټول اړين اقدامات كولې شي۔









