اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري د سهېل آفریدي په اېکس پوسټ د غبرګون په ترڅ کې ویلي دي چې حکومت غواړي له اپوزیشن سره خبرې اترې بامقصد او پایلې لرونکې کړي۔ د پارلماني چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې وفاقي وزیر وویل چې د مذاکراتو په مهال د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل آفریدي څرګندونې د مذاکراتو عمل اغېزمن …
د پارليماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوھدري د سهېل آفريدي په اېكس پوسټ غبرګون
اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري د سهېل آفریدي په اېکس پوسټ د غبرګون په ترڅ کې ویلي دي چې حکومت غواړي له اپوزیشن سره خبرې اترې بامقصد او پایلې لرونکې کړي۔ د پارلماني چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې وفاقي وزیر وویل چې د مذاکراتو په مهال د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل آفریدي څرګندونې د مذاکراتو عمل اغېزمن كولې شي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري وویل د تحریک انصاف قيادت دې د مذاکراتو تر وروستي پړاو پورې له داسې خبرو څخه ډډه وکړي چې مذاکراتو ته تاوان ورسوي۔ هغه وویل چې د مخالفينو او زمونږ د قيادت خلاف د سهېل آفريدي خبرې د كوم اعلی وزير منصب سره نه ښايي۔ مخالفینو او زمونږ د رهبرۍ پر ضد د سهیل آفریدي خبرې د یو وزیر اعتباري څوکۍ شایانِ شان نه دي، د سهېل آفریدي خبرې انتہائی غیر شائسته او د غندنې وړ دي۔










