اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز په مهال د 11 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړې دې۔ د داخله وزارت له مخې وفاقي وزير د خالي په ورځ په خپل بيان كښی د ترهګرو منصوبې په ناكامه كولو د امنيتي ځواكنوو ستاينه وكړه او د آپرېشنز په مهال يۍ د هغوي …
بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د 11 ترهګرو په وژلو محسن نقوي امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړو
اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز په مهال د 11 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړې دې۔ د داخله وزارت له مخې وفاقي وزير د خالي په ورځ په خپل بيان كښی د ترهګرو منصوبې په ناكامه كولو د امنيتي ځواكنوو ستاينه وكړه او د آپرېشنز په مهال يۍ د هغوي د پیشه ورو صلاحيتونو اعتراف هم وكړو۔ محسن نقوی ووئيل امنيتي ځواكونو په سوئيلي وزيرستان كښې د خفيه معلوماتو په بنياد آپرېشن كولو سره 5 خوارج ووژل۔ هغه زياته كړه چې د بلوچستان په ماشكيل سيمه كښې د يوې بلې كارروايۍ په مهال نور 6 خوارج ووژل شول۔ وفاقي وزير ووئيل اولس د امنيتي ځواكونو تر څنګ ولاړ دے او پخپلو مېړنو ځوانانو وياړي كوم چې د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې خپل فرض ترسره كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې ترهګر عناصر ته د ماتې وركولو او په ټولو سيمو كښې د امن باوري كولو عزم لرو۔











