اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د صومالیه سمندر غاړې سيمې څخه د راخوشې كولو په مهال د حق رسېدلي پاكستاني وګړي كورنۍ لپاره د يو كروړ 25 لكه روپو د كورنۍ په سر د مالي معاونت٬ د ماشومانو ويړيا تعليم او د استوګنو وركولو اعلان كړے دے٬ ده خارجه وزارت او د پاكستان سفارت ته امر وكړٶ چې د صومالیه چارواكو او نورو اړوند …
وزیراعظم محمد شهباز شریف په صومالیه كښې د حق رسېدلي پاكستاني كاشف عمر زوي اذهان كاشف سره ټېلي فوني تماس

مزید خبریں
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د صومالیه سمندر غاړې سيمې څخه د راخوشې كولو په مهال د حق رسېدلي پاكستاني وګړي كورنۍ لپاره د يو كروړ 25 لكه روپو د كورنۍ په سر د مالي معاونت٬ د ماشومانو ويړيا تعليم او د استوګنو وركولو اعلان كړے دے٬ ده خارجه وزارت او د پاكستان سفارت ته امر وكړٶ چې د صومالیه چارواكو او نورو اړوند ډلو سره په رابطه كښې پاتې كېدو سره مړي زر تر زره پاكستان ته د منتقل كولو عمل ګړندې كړې۔ د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په صومالیه كښې د حق رسېدلي پاكستاني كاشف عمر زوي اذهان كاشف سره ټېلي فوني تماس نيولې٬ وزیراعظم د سید کاشف عمر په مړينه د ھغه وزي سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل چې مونږ ستاسو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې اروښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د حق رسېدليو پاکستانیانو سید کاشف عمر، محمود احمد انصاری او رفیع الله خان كورنيو لپاره د مالي معاونت٬ د دوي بچو لپاره مفت تعليم او د استوګنې اعلان وكړو۔ وزيراعظم خارجه وزارت او د پاكستان سفارت ته امر وكړٶ چې د صومالیه چارواكو او نورو اړوند ډلو سره په رابطه كښې پاتې كېدو سره مړي زر تر زره پاكستان ته د منتقل كولو عمل تېز كړئ۔









