قصور بارډر ته نزدې د بي اېس اېف بې دليله ډزو كښې دوه بې ګناه پاكستانيان مړه٬ يو ژوبل٬ بې ګناه وګړي د وارننګ نه غېر په نښه كول د بارډر لوظنامې خلاف ورزي ده: امنيتي ذريعې

قصور 02 اكتوبر (اے پي پي) د پاك و هند په نړيوال بارډز هندي بارډر سكيورټي فورسز (بي اېس اېف) د بې دليله ډزو په نتيجه كښې دوه بې ګناه وګړي مړه او يو ژوبل شوے۔ د سكيورټي ذريعو له مخې د ډزو دا د افسوس وړ پېښه قصور بارډر سره نزدې رامخې ته شوه چرته چې د لدھړ كلي تعلق لرونكې درې ځائي پاكستاني وګړي بارډر څخه څو قدمه …

قصور 02 اكتوبر (اے پي پي) د پاك و هند په نړيوال بارډز هندي بارډر سكيورټي فورسز (بي اېس اېف) د بې دليله ډزو په نتيجه كښې دوه بې ګناه وګړي مړه او يو ژوبل شوے۔ د سكيورټي ذريعو له مخې د ډزو دا د افسوس وړ پېښه قصور بارډر سره نزدې رامخې ته شوه چرته چې د لدھړ كلي تعلق لرونكې درې ځائي پاكستاني وګړي بارډر څخه څو قدمه وړاندې تلي وو كړې شوې۔ د بي اېس اېف اهلكارو له وارننګ وركولو پرته په هغوي ډزې وكړې او د ډزو په نتيجه كښې دوه وګړي عظمت رسول او محسن جټ مړه او يو وګړې ژوبل شو۔ امنيتي سرچينو په ډاګه كړې چې درې واړه كسانو سره وسله نه وه  او دوي په بارډر فېنس د اوړېدو هڅه نه وه كړې٬ بلخوا هندي ميډيا د روايتي ضد او فالس فليګ آپريشنز رويه په ځائ ساتلو سره بې ګناه كليوال درانداز ګرځولو سره د خپلې ناوړه څېرې د پټولو هڅې پېل كړې دي۔ د امنيتي ذريعو وينا ده چې  په بې ګناه او سوله ايزو وګړو نېغ په نېغه د ډزو اقدام د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرحدي لوظنامې او معياري طريقه كار خلاف ورزي ده د كومې چې سخت نوټس اخستې شوې۔

مزید خبریں