د وزیراعظم په مشرۍ كښې د ریګولیټري اصلاحاتو په اړه غونډه؛ په کاروباري هلو ځلو کې اسانتیا او پانګونې ته ودې لپاره رېګولېټري اصلاحات اړین دي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په کاروباري فعالیتونو کې د اسانتیا او پانګونې د ودې لپاره رېګولېټري اصلاحات اړین دي،حکومت کاروباری ټولنې ته اسانۍ وركولو او غېر ضروري ضابطه كاري ختمولو له كوټلي اقدامات كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د رېګولېټری اصلاحات په اړه يوه مهمه غونډه د جمعې …

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په کاروباري فعالیتونو کې د اسانتیا او پانګونې د ودې لپاره رېګولېټري اصلاحات اړین دي،حکومت کاروباری ټولنې ته اسانۍ وركولو او غېر ضروري ضابطه كاري ختمولو له كوټلي اقدامات كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د رېګولېټری اصلاحات په اړه يوه مهمه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې كاروبار كښې د آسانتيا ،د سرمايه كارۍ ودې او د رېګولېټری نظام لا مؤثر كولو او كاروبار دوست جوړولو له د اقدامات جاج واغستې شو۔ وزيراعظم ووئيل ، په کاروباری فعاليتونو كښې آسانۍ او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له رېګولېټري اصلاحات اړين دي۔ وزيراعظم ووئيل ډرګ رېګولېټری اتھارټی آف پاکستان (ډرېپ) د اصلاحات د لارې په عصري بنيادونو ادرولې شوې ده۔ وزیراعظمووئيل كاروبار آسانولو له دې آسان کاروبار اېکټ په ګرد هېواد كښې نافذ كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل په كاروبار كښې آساني د سرمايه كارۍ ودې له بنيادي اهميت لري۔ وزیراعظم لارښوونه وكړه چې د  خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل (اېس آئی اېف سی) لخوا دې شوي رېګولېټري اصلاحات په موثر ډول رامخې ته كړې شي دغسې چې كاروباري ټولنه اصلاحات څخه خبر كړې شي او دې څخه بشپړه استفاده وكړې شي۔ وزیراعظم لارښوونه وكړه چې د اېس آئی اېف سی پلاوې د ټولو صوبو دوره وكړي او صوبائی حکومتونه د رېګولېټری اصلاحات عمل كښې اعتماد كښی واخلي دغسې چې په ټول هېواد كښې د كاروباري سهولت کارۍ او رېګولېټری نظام كښی هم آهنګي پېدا كړی شي۔ وزیراعظم صنعت لپاره خپل سلاكار هارون اختر ته هدايت وكړو چې هغه د صوبو دورو لپاره د د پلاوي مشري وكړي او د رېګولېټری اصلاحات حوالې سره صوبائي حكومتونو سره كوټلې رابطه كاري باوري كړې شي۔ وزیراعظم ټولو وزارتونو او ډويژنونو ته هدايت وكړو چې هغوي كابينې څخه په منظور شوې اصلاحات فوري عملدرآمد باوري كړي۔ ده اېس آئی اېف سی او چیف سېكرټري (پنجاب) ته هدايت وكړو چې تر مارچ 2027ء د ای-بز پنجاب او بی اېف سی اسلام آباد د انضمام عمل بشپړ كړي۔ غونډې ته كاروبار كښې آسانۍ لپاره په پورته كړی شوو حكومتي ګامونو بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښی مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار، د قانون وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملک، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمہ، د اطلاعاتو وزير عطاﺀ تارړ او نورو اړوندو وزيرانو او اړوندو اعلی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں