اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي د امريكې دوره ډېره ګټوره او پايلې لرونكې وه۔ وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي ته وېنا وكړه او يو شمېر نړيوالو مشرانو سره يۍ ملاقاتونه وكړل چې پكښې د ايران امريكې جنګ كښې ثالثۍ لپاره د پاكستان د سفارتي هلو ځلو، آبنائے …
د وزيراعظم خپل پلاوي سره د امريكې دوره ډېره ګټوره او پایلې لرونکی وه ، د مكه مشتركه دفاعي تړون له مخې به د سټرټيجك پوليټيكل ډيفنس كميټۍ غونډه ډېر زر په رياض كښې كېږي،د سينيټر اسحاق ډار ميډيا ته بريفنګ
اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي د امريكې دوره ډېره ګټوره او پايلې لرونكې وه۔ وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي ته وېنا وكړه او يو شمېر نړيوالو مشرانو سره يۍ ملاقاتونه وكړل چې پكښې د ايران امريكې جنګ كښې ثالثۍ لپاره د پاكستان د سفارتي هلو ځلو، آبنائے هرمز او د باب المندب بندېدل، د كشمير او فلسطين كشالې، اوسنې پاك و هند جنګ او د سندھ طاس تړون خلاف ورزۍ په حواله د پاكستان جامع او مدلل موقف وړاندې كړې شو، د مكه مشتركه دفاعي تړون له مخې به د سټرټيجك پوليټيكل ډيفنس كميټۍ غونډه ډېر زر په رياض كښې كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ميډيا ته په بريفنګ كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم وويل د 21 نه تر 26 ستمبر د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په 81مه غونډه كښې د ګډون موقع ترلاسه شوه ٬ هر كال په څېر دا يوه موقع وه چې پكښې نړيوالو مشرانو سره ګټور ملاقاتونه شوي، په نړيوال فورم كښې د ګډون موقع ترلاسه شوه٬وزيراعظم شهباز شريف په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوله۔ ده وويل چې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د اوپن ډائيلاګ په مهال د نړيوالو مشرانو پشمول د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل وېنا كړې۔ ده وويل چې وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې د پاكستان د سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو نقطه نظر په جامع او موثره ډول وړاندې كړو او د فلسطين او كشمير په كشالۍ ئې د پاكستان د سپېنو ټكو په دريځ رڼا واچوله، د دې نه علاوه وزيراعظم اوسنې پاك و هند جګنګ او د سندھ طاس تړون خلاف ورزۍ په حواله د پاكستان جامع او مدلل موقف وړاندې كړې، د ايران۔امريكې جنګ په مهال امن او مذاكراتو ته په وده وركولو هم رڼا واچولې شوه٬ ده وويل چې پاكستان د سږني كال تر پايې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل منتخب غړيتوب لري٬ په كال 2025 كښې دا صدارت ترلاسه شوې او ما ته د پاكستان د نمائندګۍ موقع راكړې شوه، د درې ورځنو دستور په مهال په ګڼ اړخيزه او د شخړو سوله ايز حل ته پام ګرځولے شوے، په دې لړ كښې د پاكستان ډېرې ستاېنه شوې٬ د ملګرو ملتونو ګڼ اړخيزه او په ملګرو ملتونو كښې اصلاحات لپاره مونږ بشپړه كردار لوبولې٬ سلامتي كونسل 12 كاله پس ګڼ اړخيزه او د شخړو سوله ايز هواري په اړه زمونږ قرارداد په متفقه توګه منظوركړو٬ دا د نړيوالې ورورولۍ لخوا د پاكستان د هلو ځلو د اعتراف ثبوت دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو او د او آئي سي ترمېنځه همكاري پېدا كولو په اړه مې د غونډې مشرې كړې ۔ ده ووئيل چې وزيراعظم خپله وېنا كښې د ايران۔امريكې جنګ په مهال د پاكستان په سفارتي هلو ځلو رڼا اچولې چې له مخې ئې 47 كاله پس ايران او امريكا يو مېز ته كېښنولي شوي او د دواړو ډلو ترمېنځه په لسم او 11م اپرېل په اسلام آباد كښې 21 ساعته مذاكرات شوي٬ ده غونډه د آبنائے هرمز او باب المندب د توان رسد او د اولس منفي اثراتو په اړه هم خبر كړه چې په نتيجه كښې ئې د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې ګراني زياتېږي٬ حكومت د مالي ستونزو باوجود په دې تناظر كښې موټر سائيكل او 800 سي سي ګاډو لپاره فيول ريليف وركړې٬ ، كفايت شعارۍ او په ايندھن ريليف وركولو لپاره يو شمېر غونډې وشوې دا د وزيراعظم دليرانه اقدام ٶ۔ ده ووئيل چې مونږ د افغانستان لخوا ترهګرۍ سره مخ يو او د دې د خطرو او زيانونو په اړه شهباز شريف خپل تقرير كښې هر څه نړۍ ته په ډاګه كړي۔ ده د سعودي عرب د اوسني صورتحال په حواله د خطرو او بريدونو معامله هم پورته كړه٬ په خاص توګه د ايران۔امريكې جنګ په مهال د پاكستان هڅې وستائلې شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم د ګلوبل ډويلپمنټ انيشيټيو فورم په موقع د لوړې كچې ملاقاتونه كړي ٬ دا د چين انيشيټيو دے، په دې كښې ګلوبل سولائزيشن انيشيټيو، ګلوبل سكيورټي انيشيټيو، ګلوبل ګورننس انيشيټيو او ګلوبل ډويلپمنټ انيشيټيو شامل دي۔٬ د چين نائب صدر هم په دې كښې ګډون كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف په دريو مقررينو كښې شامل ٶ٬ دوي د پاكستان بهترين نمائندګي كړې۔ ده ووېيل چې وزيراعظم شهباز شريف د مشرانو په اعزاز كښې د مېملستيا په دستورو كښې ګډون كړې او په دې موقع د يو شمېر هېوادنوو مشرانو سره يۍ په زړه پورې او د نتيجې وړ دوه اړخيزه ملاقاتونه شوي، سپېنې ماڼۍ د وزيراعظم شهباز شريف صدر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات عكسونه جاري كړي، وزيراعظم شهباز شريف خپل پلاوي سره د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل سره ليدلي او په دې موقع ھغوي زمونږ د پاكستان د دورې بلنه قبوله كړېده، ھغوي د پاكستان لوے سپورټر دے، پاكستان كښې د قدرتي آفتونو په مهال دوي اهم كردار لوبولې٬ د دوي د چوكۍ موده په 31 دسمبر پائې ته رسي، هيله لرو چې ھغوي به د دې نه وراندې ډېر زر د پاكستان په دوره راشي۔ وزيراعظم شهباز شريف خپل کوېتي همڅنګ ، د ایران ولسمشر، د سوریې ولسمشر او د بنګله دېش د وزیراعظم په ګډون د نورو هېوادونو له مشرانو سره مثبت او ګټور ملاقاتونه وكړل۔ د ایران او امریکا د جنګ په مهال پاکستان په اوربند کې مهم رول ولوبوه، د لبنان سیمه هم د دې اوربند برخه وه، په دې اړه د لبنان له وزیراعظم سره لیدنه زياته مهمه وه چې په کې هغه د پاکستان مننه وکړه او د پاکستان د ملاتړ ستاینه یې وکړه۔ وزیراعظم د اروپایي کمېسیون او اروپایي شورا له مشرانو سره هم وکتل او د جي ایس پي پلس په ګډون یې د دوه اړخیزو ګټو په نورو چارو خبرې اترې وکړې. اسحاق ډار ووئيل د پاکستاني امریکايي سوداګریزو مشرانو یو پلاوي هم له ده سره وکتل، او هغه د بل ګېټس او د پاکستاني ځوانانو له یو پلاوي سره هم لیدنه وکړه. سېنېټر اسحاق ډار وویل چې د فلسطین په اړه د او ای سي (OIC) د شپږو هېوادونو د کمېټې په غونډه کې پاکستان استازولي وکړه، د مصر په کوربه توب د غزې په اړه د اتو عربي اسلامي هېوادونو د ډلې په غونډه کې یې ګډون وکړ، د سیمه ییزې څلوریزې (آر-4) ډلې په غونډه کې د ګډون موقع ورته ترلاسه شوه، او د جمو او کشمیر په اړه د او ای سي د تماس ډلې او د افغانستان په اړه د او ای سي د تماس ډلې په غونډو کې یې هم ګډون وکړ. د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غړو هېوادونو لپاره مصنوعي ذهانت سره اړونده غونډه كښې د ګډون كولو موقع ترلاسه شوه۔ ده ووئيل پاکستان، ترکیه او سعودی عرب په 7 اګست په مكه مكرمه لوظنامه لاس ليك كړې و۔ په 31 اګست ددې اولنۍ غونډه به استنبول كې وشوه۔ د درې واړو هېوادونو د آرمي چيف خصوصي غونډه په 25 ستمبر رياض كښې وشوه۔ دې څخه وړاندې درې واړو خارجه وزيرانو په نيويارك كښې ملاقات كړې و۔ په دې موقع د ايران ٬ كوېت آسټريا ٬ يونان او بلغاريه په شمول د 28 هېوادونو خارجه وزيرانو ملاقات وكړو۔ د يوې پوښتنې په ځوب كښې نائب وزيراعظم ووئيل د حرمېن شریفېن تحفظ له ځان قرباني كولو ته هم تيار يم۔ پاكستان تل په سخت وخت كښې خپله ذمه واري ترسره كړی ده۔ سعودي عربستان سره دوه لوظنامې دي په كومو كښی چې ګډ دفاعی تړون او مکه مشترکه دفاعی لوظنامه شامله ده۔ د هند خلاف جنګ په مهال د پاكستان په بريا د پاكستان قوم په څير د تركيه او آذربائيجان اولس هم مننه وكړه۔










