وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره د نړیوال بانک پلاوي ولیدل

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره په پاکستان کښې د نړیوال بانک پلاوي ولیدل۔ په دغه لیدنه کې د روانې اقتصادي اصلاحاتي همكارۍ لاندې د شوي پېشرفت جاج واغستې شو او په پرمختګ ٬ روزګار ٬ مالياتي انتظام ٬ ريونيو موبلائزېشن ٬ د كېپټل ماركيټ په ترقۍ ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د اداره جاتي اصلاحات په شمول په بېلو څانګو كښې د عملدرآمد …

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره په پاکستان کښې د نړیوال بانک پلاوي ولیدل۔ په دغه لیدنه کې د روانې اقتصادي اصلاحاتي همكارۍ لاندې د شوي پېشرفت جاج واغستې شو او په پرمختګ ٬ روزګار ٬ مالياتي انتظام ٬ ريونيو موبلائزېشن ٬ د كېپټل ماركيټ په ترقۍ ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د اداره جاتي اصلاحات په شمول په بېلو څانګو كښې د عملدرآمد په ترجيحاتو خبرې اترې وشوې۔ د پلاوي مشري په پاکستان کې د نړیوال بانک هېوادیزې مرستیالې (کنټري ډائرېكټر) بولورما امګابزر کوله۔ په لیدنه کې د پاکستان د پراخو اقتصادي اصلاحاتو د ايجنډې لپاره د نړیوال بانک د مرستو جاج واغستې شو چې پکې د اصلاحاتي ترجیحاتو په هدفي او عملي ګامونو د بدلولو او اړوندو وزارتونو، صوبائي حکومتونو او عملدرآدمد کوونکو ادارو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا ته ځانګړی پام وشو. د خزانې وزیر د پورونو د مدیریت وړتیا او د کورنیو بانډ مارکېټونو د پیاوړتیا په اهمیت ټینګار وکړ۔ په دې لړ كښې د ماركيټ خطرو انتظام لپاره په مالياتي آلاتو ٬  د ملكي بانډ ماركيټ په ترقۍ او د انوېسټر ريليشنز صلاحيت مضبوطولو له په روانه تنيكي همكارۍ خبرې وشوې

مزید خبریں