اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پي پي) د صوماليې سمندر غاړې سيمې ته نزدې د هائي جېك شوي اېم وي آنر-25 د پاکستانۍ عملې پنځه غړي په حفاظت سره راخوشې كړې شوي۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د خارجه وزارت او په جبوتي كښې د پاکستاني سفارت د پرله پسې هلو ځلو په نتيجه كښې د صوماليې سمندر غاړې سيمې …
د صوماليې سمندر غاړې ته نزدې د هائي جېك شوي اېم وي آنر-25 د پاکستانۍ عملې څلور غړي په حفاظت سره راخوشې كړې شول: اسحاق ډار
اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پي پي) د صوماليې سمندر غاړې سيمې ته نزدې د هائي جېك شوي اېم وي آنر-25 د پاکستانۍ عملې پنځه غړي په حفاظت سره راخوشې كړې شوي۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د خارجه وزارت او په جبوتي كښې د پاکستاني سفارت د پرله پسې هلو ځلو په نتيجه كښې د صوماليې سمندر غاړې سيمې سره نزدې د هائي جېك شوي اېم وي آنر-25 د پاکستانۍ عملې لس غړو كښې څلور غړي ياسر خان، عقيل خان، امين بن شمس او عثمان غني په حفاظت سره راخوشې كړې شوې دي او هيله ده چې تر درېم اكتوبر كراچۍ ته راورسي۔ ده ووئيل د پاكستانۍ عملې درې غړو ارواښاد رفيع اے خان، ارواښاد سيد کاشف عمر او ارواښاد محمود احمد انصاري مړي پاكستان ته بېرته راوړو ، په دې لړ كښې ټول ضروري قانوني چارې تندۍ سره بشپړولې شي۔ دغسې چې دا عمل زر تر زره ترسره كړې شي، د غمژنو كورنيو په غم دړد مند يوو څوك چې دا مهال تكليف سره مخ دي۔ ده ووئيل د عملې پاتې درې غړي عمران علي، ياسين او سيد يوسف حسېن کپتان سره پرله پسې په بېړۍ كښې موجود دي، د دوي حفاظت سره راخوشې كولو او زر تر زره هېواد ته رارسولو له ملګرو هېوادونو سره تماس او مرسته كښې يوو۔ اسحاق ډار ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې خارجه وزارت دې معاملې ته بشپړه پاملرنه كوي او د جسدونو او عملې د نورو غړو زر تر زره بېرته رارسولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي او ځپلې كورنيو سره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔











