اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د دولتِ مشترکه د ټيلي کام تنظيم (سي ټي او) تر اهتمام لاندې لندن كښې په نړيواله دستوره كښې درې اهم ډيجيټل ايوارډز ګټلو سره كاميابي ترلاسه كړې٬ د کامن ويلتھ په 56 غړو هېوادونو كښې پاکستان يوازنې هېواد وګرځولې شو كوم چې دا اعلی پوزيشن د درې وړاندې كړې شوې منصوبو په نړيواله كچه په منتخب كېدو ترلاسه كړو۔ او دا …
لندن كښې د پاکستان لويه كاميابي، د ټيکنالوجي او اولسي خدماتو په څانګو كښې يۍ درې اهم نړيوال اعزازونه ترلاسه كړل
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د دولتِ مشترکه د ټيلي کام تنظيم (سي ټي او) تر اهتمام لاندې لندن كښې په نړيواله دستوره كښې درې اهم ډيجيټل ايوارډز ګټلو سره كاميابي ترلاسه كړې٬ د کامن ويلتھ په 56 غړو هېوادونو كښې پاکستان يوازنې هېواد وګرځولې شو كوم چې دا اعلی پوزيشن د درې وړاندې كړې شوې منصوبو په نړيواله كچه په منتخب كېدو ترلاسه كړو۔ او دا د هېواد په ډيجيټل ترقۍ د نړيوال باور مظهر دے۔وفاقي وزيرې شزہ فاطمه خواجه په دې كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې دا تاريخي اعزاز د وزیراعظم شهباز شریف د ‘ډیجیټل پاکستان’ وژن د کامیابۍ ښكاره ثبوت دے۔ دې ووئيل حکومت د عصري ټیکنالوجۍ د لارې ځوانانو لپاره د روزګار نوې موقعې رامخې ته كوي٬ سركاري خذمات د وګړو تر درشل رسوي او ګرد هېواد كښې د انټرنیټ نظام لا قوي كوي












