د قومي اسمبلۍ سپيكر شمالي وزيرستان كښې په كامياب آپرېشن امنييتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې په كامياب آپرېشن امنييتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ يو پېغام كښې ده ووئيل په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرو خلاف كاميابه كارروايي د امنيتي ځواكونو د پېشه ورې وړتيا څرګندونه كوي۔ سردار ایاز صادق د 7 هندي سپانسرډ ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستاينه كولو سره ووئيل امنيتي …

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې په كامياب آپرېشن امنييتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ يو پېغام كښې ده ووئيل په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرو خلاف كاميابه كارروايي د امنيتي ځواكونو د پېشه ورې وړتيا څرګندونه كوي۔ سردار ایاز صادق د 7 هندي سپانسرډ ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستاينه كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو مؤثره كارروايي كولو سره ترهګر په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړل۔ ده ووئيل ترهګري ختمولو له د امنيتي ځواكونو قربانۍ او خذمات د ستاينې وړ دي۔ په هېواد كښې امن او استحكام لپاره د امنيتي ځواكونو خذماتو ته ټول قام د قدر په سترګه ګوري۔ دده وېنا وه چې د ترهګرۍ ناسور تر بشپړه خاتې به به د ترهګرو خلاف كارروايۍ روانې ساتلې شي۔

مزید خبریں