د حکومت په وخت اقداماتو سره وګري د فيول سبسډي څخه مستفيد كېږي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د پرائم منسټر فيول ريليف سکيم كښې د پېشرفت په اړه د جاج غونډې ته وېنا

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پټروليم د زياتې شوې بيعې په تناظر كښې د كم آمدن او متوسط طبقې ته ريليف وركولو د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې د حکومت په وخت اقداماتو سره وګري د فيول سبسډي څخه مستفيد كېږي، فيول سبسډي سکيم د لارې تيار كړې شوې مستحکم ډيټا بيس به په سباٶن كښې هم د وګړو معاونت لپاره استعمالولې …

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پټروليم د زياتې شوې بيعې په تناظر كښې د كم آمدن او متوسط طبقې ته ريليف وركولو د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې د حکومت په وخت اقداماتو سره وګري د فيول سبسډي څخه مستفيد كېږي، فيول سبسډي سکيم د لارې تيار كړې شوې مستحکم ډيټا بيس به په سباٶن كښې هم د وګړو معاونت لپاره استعمالولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پرائم منسټر فيول ريليف سکيم پېشرفت په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په غونده كښې وزيراعظم د فيول سبسډي سکيم د پيشرفت نه خبر كړې شو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د 15 ستمبر نه تر اوسه په لنډه موده كښې د 75 لكه نه زيات وګړي ريليف سکيم څخه مستفيد كېدل د اطمينان سبب دے او فيول سبسډي سکيم د لارې تيار كړې شوې مستحکم ډيټا بيس به په سباٶن كښې هم د وګړو معاونت لپاره استعمالولې شي۔ وزيراعظم نائب وزيراعظم، د آئي ټي وزيرې، د اطلاعاتو وزير، د اقتصادي چارو وزير، د خزانې وزير، اوګرا او سكيم سره تړلې د ټولو وفاقي او صوبائي چارواكو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ په دې موقع غونډې ته بريفنګ هم وركړې شو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د سکيم له مخې موټر سائيکل، رکشه او 800 سي سي ګاډو ته فيول سبسډي وركولې كېږي او د پټرول سبسډي سکيم له مخې تر اوسه د 84 لکه نه زيات كسان رجسټرډ او د 75 لكه نه زيات كسان مستفيد شوے دي، د پټرول سبسډي پېل نه تراوسه يو كروړ 22 لكه ټوكنز كښې يو كروړ 33 لكه ټوكنز استعمال شوې دي٬ د ګرد هېواد په 129 ضلعو كښې په سكيم عملدرآمد جاري دے او او ټول پټرول پمپس وګړو ته د فيول سبسډي سکيم له مخې سهولت وركوي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د وګړو او پټرول پمپس مالکانو لارښودنې لپاره 24 ساعته فعال کال سينټر جوړ دے٬ د وزيراعظم آفس پبلک افيئرز يونټ او اولسي نمائندګان د وګړو په رجسټريشن كښې معاونت كوي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، شزا فاطمه خواجه، علي پرويز ملك، محمد اورنګزيب، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال طارق باجوه او د اړوند ادارو چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں