اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وګړو ته په چوكاټ دننه د تند٬ سپېځلې او معياري خدماتو وركولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي بايد اولس سركاري خدمات ترلاسه كولو له د دفترو چكرو ته اړتيا ونه لري٬ د آسان خدمت مرکزونو د لارې وګړو ته په يو ځاې يو شمېر سركاري خدمات وركول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس …
د وزيراعظم وګړو ته په چوكاټ دننه د تند٬ سپېځلې او معياري خدماتو وركولو عزم پخلې٬ بايد اولس سركاري خدمات ترلاسه كولو له د دفترونو چكرو ته اړتيا ونه لري: شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وګړو ته په چوكاټ دننه د تند٬ سپېځلې او معياري خدماتو وركولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي بايد اولس سركاري خدمات ترلاسه كولو له د دفترو چكرو ته اړتيا ونه لري٬ د آسان خدمت مرکزونو د لارې وګړو ته په يو ځاې يو شمېر سركاري خدمات وركول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې د پاکستان آسان خدمت سينټر د کارکردګۍ، د سېنټر د پراختيا او د هېواد په بېلو برخو كښې د پاکستان آسان خدمت سينټرز جوړولو په حواله غونډه وشوه۔ وزيراعظم د پاکستان آسان خدمت سينټر د پراختيا عمل ګړندې كولو، د وګړو د ضرورتونو له مخې په بېلو کاٶنټرو د عملې شمېره زياتولو، د آسان خدمت مرکز اسلام آباد درېم فريق څخه د كاركردګۍ د شوي آډټ رپورټ وړاندې كولو٬ مظفرآباد، ګلګت او په سکردو كښې د آسان خدمت مرکزونو روان كار تېزولو او د دې سينټرز زر فعاله كولو، پېښور او بنو كښې د آسان خدمت مرکزونو جوړولو لپاره په سمدستي توګه د اقداماتو پېل كولو او پېښور او بنو كښې موجود په وفاقي ودانيو كښې د آسان خدمت مرکزونو جوړولو جامع منصوبه زر تر زره د وړاندې كوول امر كولو سره ووئيل چې نجي څانګې سره په ګډه دې د هېواد په نورو سيمو كښې دا مركزونه جوړ كړې شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د آسان خدمت مرکز اسلام آباد پراختيا، په سينټر كښې د وركولې كېدونكو خدمات او کارکردګۍ په اړه بريفنګ وركړې شو چې پكښې ووئيل شول چې آسان خدمت مرکز په اسلام آباد كښې د جنورۍ نه تر ستمبر يو لك 71 زره نه په زياتو درخواستونو کارروائي كړې ده، په خدماتو 99.5 فيصده اتباعو د اطمينان څرګندونه كړې ده، آسان خدمت مرکز په اسلام آباد كښې د خدماتو په وركولو كښې اوسط د 3 نه تر لس دقيقو وخت لګي۔ په اجلاس كښې وزيراعظم په ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير كښې پاکستان آسان خدمت سينټرز جوړولو د پيشرفت په اړه هم خبر كړې شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق مسعود ملک، احد خان چيمه، عطاء تارړ، شزا فاطمه خواجه، طارق فضل چوهدري او اړوند سركاري چارواكو هم ګډون كولو۔









