اسلام آباد۔1اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف وئيلي دي د پي ټي آئي باني د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په بېرته راوستلو او په خیبر پختونخوا کښې د هغوی د بیا مېشتولو تر شا بد نیتونه وو۔ په اېكس یو خپور شوي بیان کښې ده وویل چې هغه په دغو عناصرو کښې خپله یوه حلقه جوړوي دغسې چې هغه پاکستان د يو تابع هېواد جوړولو …
د باني پي ټي آئي لخوا د كالعدم ټي ټي پي بېرته راوستل او په خېبر پښتونخوا کښې د هغوی بیا میشت کولو تر شا ناوړه عزائم وو : خواجه آصف
اسلام آباد۔1اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف وئيلي دي د پي ټي آئي باني د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په بېرته راوستلو او په خیبر پختونخوا کښې د هغوی د بیا مېشتولو تر شا بد نیتونه وو۔ په اېكس یو خپور شوي بیان کښې ده وویل چې هغه په دغو عناصرو کښې خپله یوه حلقه جوړوي دغسې چې هغه پاکستان د يو تابع هېواد جوړولو ايجنډا مخ په وړاندې بوتللو له د شخصي پوځ رول ولوبوي۔ خواجه آصف ووئيل نن د خیبر پختونخوا حکومت د ټي ټي پي د روان وژونکي او ترهګريز کمپاین خلاف هېڅ ډول مقاومت نه ښايي۔ هغه تور ولګولو چې د خیبر پښتونخوا حکومت د یوې ټاکلې پالیسۍ له مخې د ترهګرۍ ځپليو سره د پیوستون له څرګندولو هم ډډه کړې ده۔ د دفاع وزیر وویل د ترهګرۍ د دې څرګند کمپاین خلاف غلي پاتې کېدل په حقیقت کښې د ترهګرو ښكاره مرسته ده









