سلام آباد۔1اکتوبر (اے پی پی) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نېشنل پوليس اكېډمي دوره وكړه چرته چې هغه د روانو پرمختيائي او د اپ ګرېډېشن منصوبو معائنه وكړه او تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو لپاره د جوړو شویو ماډل رومز جاج يۍ واغست۔ د دورې په مهال د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ كښې یوه لوړپوړې غونډه وشوه چې پکښې په اکېډمي کښې په روانو تعميراتي او پرمختیایي …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د نېشنل پوليس اكېډمي دوره ٬ د روانو پرمختيائي او اپ ګرېډېشن منصوبو او د تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو ماډل رومز جاج يۍ واغست
سلام آباد۔1اکتوبر (اے پی پی) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نېشنل پوليس اكېډمي دوره وكړه چرته چې هغه د روانو پرمختيائي او د اپ ګرېډېشن منصوبو معائنه وكړه او تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو لپاره د جوړو شویو ماډل رومز جاج يۍ واغست۔ د دورې په مهال د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ كښې یوه لوړپوړې غونډه وشوه چې پکښې په اکېډمي کښې په روانو تعميراتي او پرمختیایي کارونو د پېشرفت تفصیلي جاج واخېستل شو۔ وفاقي وزیر د اکېډمۍ د کنفرنس روم او اډیټوریم د بیا رغونې لارښوونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې پروژې دې په هر اړخیز پلان، لوړ کیفیت او په ټاکلې موده کښې بشپړې شي۔ هغه وویل چې د کورنیو چارو وزير مملكت په ورځني بنسټ د نیشنل پولیس اکېډمي د اپ ګرېډېشن پروژو څارنه کوي۔ محسن نقوي لارښوونه وکړه چې د ټرېنېنګ لاندې افسرانو ته دې د سوات ډلو په څير عصري آلات وركړې شي دغسې چې د دوی عملي استعداد لا زيات كړې شي۔ ده مډ کېریئر مېنجمنټ كورس لپاره د هېواد د غوره او قابل فېكلټي خذمات ترلاسه كولو هدايت هم جاري كړل۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د اېم سی اېم سی نصاب كښې به د عصري ډیجیټل پولیسنګ او مصنوعی ذهانت خصوصی ماډیولز شاملولو سفارش كولې شي۔ د دورې او غونډې په مهال کمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمی، د کېپټل ډوېلپمنټ اتھارټی (سی ډی اے) اعلیٰ افسران او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔









