اسلام آباد۔1اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د چين قومي ورځې په موقع صدر شي جن پنګ او د چين ورو اولس له د زړه له كومي مباركي وركولو سره هغوي له د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل يو پېغام كښی وزيراعظم ووئيل په دې تاريخي ورځ ټول پاكستانې قام ما سره د چين د كاميابو او د صدر شي جن پنګ په …
د وزيراعظم شهباز شريف د چين قومي ورځې په موقع صدر شي جن پنګ او ورور اولس له د زړه له كومي مباركي ٬ د نېكو هيلو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔1اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د چين قومي ورځې په موقع صدر شي جن پنګ او د چين ورو اولس له د زړه له كومي مباركي وركولو سره هغوي له د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس خپل يو پېغام كښی وزيراعظم ووئيل په دې تاريخي ورځ ټول پاكستانې قام ما سره د چين د كاميابو او د صدر شي جن پنګ په بصيرت لرونكې مشرتابه كښې د پرمختګ اغېزناك سفر ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره خوشحالۍ لمانځي۔ ده ووئيل سږ كال مونږ د پاكستان او چين اړيكو 75 م كال جشن لمانځو۔ مونږ يو بل سره په مضبوطه همكارۍ وياړ لرو۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ اقتصادي همكاري د سي پېك 2.0 د لارې پرله پسې وده مومي۔ ده ووئيل دعا ده چې پاکستان او چین تل د یو بل تر څنګ ولاړ پاتې وي او په نوي عصر کښې د ګډ راتلونکي لرونکي پاکستان-چین ټولنې د جوړولو لپاره د لا زیاتې نزدېوالي او پرمختګ په لور په پرله پسې توګه وړاندې لاړ شي۔








