سلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري نائيجيريا سره د پاکستان دوستانه اړيكو او مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم پخلي كولو سره ويلي د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي ٬ مرسته او موجوده تړون به په راتلونكي وخت كښې لا قوي او پراخه شي۔ ده دا خبرې د نائيجيريا آزادۍ ورځې په موقع د وفاقي جمهوريه نائيجيريا صدر بولا احمد تينوبو په نامه د …
پاکستان، نائيجيريا سره د ملګرتيا اړيكو او مرستې پراخا كولو عزم لري: د صدر مملکت آصف علي زرداري د نائيجيريا د آزادۍ ورځې په موقع د نائيجيريا خپل همڅنګ په نامه پېغام

مزید خبریں
سلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري نائيجيريا سره د پاکستان دوستانه اړيكو او مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم پخلي كولو سره ويلي د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي ٬ مرسته او موجوده تړون به په راتلونكي وخت كښې لا قوي او پراخه شي۔ ده دا خبرې د نائيجيريا آزادۍ ورځې په موقع د وفاقي جمهوريه نائيجيريا صدر بولا احمد تينوبو په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې وكړې۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل پاکستان نائيجيريا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې نزدې مرسته به د دواړو هېوادونو د اولس مشتركه ګټې لپاره ګټوره ثابت شي۔ صدر مملکت په وفاقي جمهوريه نائيجيريا كښې مسلسل امن، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه








