د ډينګي مخنيوي موثر اقدامات او د دغې په زړه پورې نتيجو له دې رسمي دستاويزي شکل وركړے شي۔ مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د ډينګي مخنيوي موثر اقدامات او د دغې په زړه پورې نتيجو  ته دې رسمي دستاويزي شکل وركړے شي۔ ده امر وكړو چې د ډينګي مخنيوي لپاره دې كوټلي او موثر اقدامات باوري كړے شي او د موثره نګرانۍ او په وخت د كاروائۍ لړۍ دې روانه وساتلې شي۔ دا خبره ده د …

 

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د ډينګي مخنيوي موثر اقدامات او د دغې په زړه پورې نتيجو  ته دې رسمي دستاويزي شکل وركړے شي۔ ده امر وكړو چې د ډينګي مخنيوي لپاره دې كوټلي او موثر اقدامات باوري كړے شي او د موثره نګرانۍ او په وخت د كاروائۍ لړۍ دې روانه وساتلې شي۔ دا خبره ده د ډېنګي مخنيوي په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې ايډيشنل سيکرټري، ډائريکټر جنرل هيلتھ، د روغتونونو مشرانو، د اسلام آباد ډسټرکټ هيلتھ آفيسر، ډپټي کمشنر او د سي ډي اے استازو ګډون كولو۔ په دې موقع  د اسلام آباد ډسټرکټ هيلتھ آفيسر د ډينګي مخنيوي په اړه په جاري اقدامات او پېشرفت بريفنګ هم وركړو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول  ستمبر، اکتوبر او د نومبر په مياشتو كښې د ډينګي سيزن ناروغتيا  زياته وي، په وخت او د وړاندې نه د مخنيوي اقدامات له امله د ډينګي په كېسز كښې كمے راغلے دے۔ وفاقي وزير خپلو خبرو كښې ووئيل  په صورتحال كښې د بهترۍ باجود د ډينګي مخنيوي په اقدامات كښې كوم كمے راوستل نه دے پكار ۔ د ډينګي نه بچ كېدو لپاره دې  د اولس خبرولو او احتياطي تدابير مسلسل رامخې ته كړے شي دغسې چې وګړي د حفاظتي اقدامات په اړه خبر كړے شي

مزید خبریں